د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

نېږدې راتلونکې کې به د افغانستان-پاکستان د "اپټیکا" غونډه جوړه شي


که څه هم دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچونو د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ ناوړه اغېز کړی، خو هڅې پیل شوي چې په یاده برخه کې شته ستونزې هوارې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د اپټیکا په اوومه غونډه کې چې د اپټا تخنیکې برخه ده دواړو هېوادونو ترمنځ به په دوه اړخېزو، څو اړخېزو او د نړیوالو تړونونو پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه خبرې او بحث وشي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي

ښاغلي قوقندي زیاته کړه:

"نېږدې راتلونکې کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اپټیکا اوومه ځانګړې غونډه جوړه شي، دغه غونډه کې به د اپټا او یو شمېر نورو تړونونو په اړه بحث او خبرې اترې وشي چې افغانستان او پاکستان یې غړیتوب لري، له دغو غونډو څخه هدف په دوه اړخېزو، څو اړخېزو او نړیوالو تړونونو کې اسانتیاوې رامنځ ته کول دي."

اپټا یا د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي تړون په۲۰۱۰ میلادي کال کې د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شو.

د همدې تړون له مخې افغان سوداګر کولای شي خپل سوداګریز مالونه د کراچۍ او واګې له بندرونو څخه هند ته یوسي او پاکستان بیا د افغانستان له خاورې سوداګریز توکي منځنۍ آسیا ته لېږلای شي.

که څه هم د دغه تړون موده بشپړه شوې، خو افغان چارواکي وايي چې اوس هم دغه تړون د اجرا وړ دی.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سوداګرۍ له اپټا تړون ناخوښي څرګندوي او وايي چې پاکستان هېڅکله هم د دغه تړون په شته مادو عمل نه‎دی کړی.

د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره هڅې په داسې حال کې پیل شوي چې څه موده وړاندې پاکستان د افغان سوداګرو پرمخ ټولې ځمکنۍ ټرانزیټي لارې وتړلې او دواړو خواوو سوداګرو ته په میلیونو ډالرو زیان واوښت.

بل‎خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه ټینګار کوي چې له پاکستان سره غونډو کې به په دې اړه بحث وشي چې د امکان په صورت کې د اپټا تړون ځینې مادې تعدیل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی

د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل:

"د اپټا تړون مهم دی چې بیا ورباندې کتنه وشي، خو په دې شرط چې تعدیل شي، متوازن اووسي او عملي بڼه یې هم قوي شي او دغه شان د افغان حکومت او د پاکستان له‎خوا پلی شي. "

شاوخوا اووه میاشتې وړاندې افغانستان رسماً د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړی شو، پاکستان هم د دغه سازمان غړیتوب لري، په ورته وخت کې دواړه هېوادونه د سارک او اېکو اقتصادي سازمانونو غړیتوب هم لري.

د اقتصادي چارو افغان کارپوهان له پاکستان سره د افغانستان دا ډول غونډې ګټورې بولي، خو ټینګار کوي چې باید افغان حکومت په دا شان غونډو کې خپل دریځ پیاوړی کړي.

د چارو کارپوه وحیدالله غازي‎خېل وايي، که پاکستان د تېر په څېر خپلې ژمنې نه عملي کوي، افغان حکومت دا حق لري چې په دې اړه د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته شکایت وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG