د ايران ولسمشر حسن روحاني پرون دوشنبه په يوه کنفرانس کې چې له دولتي ټلوېزيون څخه خپرېده، د سوريې د ولسمشر بشار الاسد د حکومت پر ضد د امريکا د نور پوځي اقدام په وړاندې خبردارى ورکړ.
د هغه اشاره د سوريې پر يوه پوځي اډه د امريکا متحده ايالاتو راکټي حملې ته وه.
حسن روحاني وويل، لا هم د هغې حملې په اړه ځينې پوښتنې شته:
"اول خو امريکايانو په يوه پلمه دا حمله وکړه، خو دا پلمه نه مستنده ده او نههم څرګنده، د سوريې په خان شيخون کې يوه اندازه ګاز خپور شوى او ځيني کسان مسموم شوي يا هم وژل شوي، دا له کومې راغلي، څه و او څنګه خپور شوى دى؟"
د امريکا متحده ايالاتو تېره اوونۍ وويل چې د سوريې په خان شيخون سيمه کې يې د کيمياوي حملې په ځواب کې د شعيرات په نامه پر پوځي اډه ٥٩ توماهاک کروز توغندي توغولي دي.
سوريه کې هغې حملې چې ګومان کېږي له کيمياوي وسلو پهکې استفاده شوې ده، د واشنګټن او نورو لوېديځو هېوادونو عکسالعمل پارولى او د اسد رژيميې ملامت کړى دى.
د سوريې په ادلب ولايت کې پر خان شيخون ښارګوټي په هغې حمله کې د راپورونو له مخې په لسګونه کسان وژل شوي چې ماشومان هم پهکې شامل دي.
د ايران ولسمشر حسن روحاني د دې پېښې په اړه د نړيوالو څېړنو غوښتنه وکړه:
"زموږ نظر دا دى چې د حقيقت موندنې يوه نړيواله کمېټه دې جوړه شي، سيمې ته دې لاړه شي او هغه ځاى دې وګوري. دا دې تشخيص کړي، چې دغه ګاز له کومې راوړل شوي وو؟"
د دوشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هيلي وويل، امريکا تياره ده چې نور اقدام وکړي، خو هغې هيله وښوده چې امريکا به دغه کار ته مجبوره نهشي.
تهران او مسکو د اسد د رژيم له متحدانو ګڼل کېږي چې د سوريې پر پوځي اډهيې د امريکا د راکټي حملو پر مسئله انتقاد کړى او هغهيې له نړيوالو قوانينو سرغړونه بللې ده.
خو لوېديځو هېوادونو له دې جملې بريتانيا، ايټاليا، جرمني او اسټراليا د امريکا د دې اقدام ملاتړ کړى دى.