د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

د روسیې د اپوزېسیون مشر له ‍۱۵ ورځني بند وروسته خوشې شو


د روسيې د اپوزېسون الکسي ناوالني يو همکار وايي د کرملېن دغه منتقد د ١۵ ورځني بند له تېرولو وروسته د دوشنبې په ورځ خوشې شو.

دى په مسکو کې د اداري فساد پر ضد د رابلل شويو مظاهرو پر مهال نيول شوى و.

تمه کېده چې د روسيې سياستوال او د اداري فساد ضد فعال الکسي ناوالني د دوشنبې په ورځ د مسکو په شمال لوېديځ کې له يوه توقيف ځاى څخه خوشې شي.

خبريالانو له دې توقيف ځاى څخه د ناوالني وتلو ته انتظار کاوه، خو د ناوالني همکار ليونيد ولکوف د خلکو يوې ډلې ته وويل چې ناوالني په مسکو کې يوه بل توقيف ځاى ته لېږدول شوى او له هغه ځايه خوشې کړاى شوى دى.

د مارچ پر ٢٧مه محکمې د ناوالني د پنځلس ورځني بند حکم صادر کړ، دى تر دې يوه ورځ مخکې د مظاهرې له صحنې څخه نيول شوى و.

دغه مظاهره ده د مسکو په مرکزي برخه کې تنظيم کړې وه.

د روسيې حکومت وايي مظاهره غير قانوني وه، ځکه د مسکو چارواکو د ښار په مرکزي برخه کې کوم مارش يا لاريون ته رسمي اجازه نه‌وه ورکړې، دوى ويلي وو چې دغه مظاهرې د عامه نظم د ګډوډۍ سبب کېږي.

د مارچ پر ٢٦مه د روسيې په څو ښارونو کې لسګونه زره کسانو مظاهره وکړه.

دا په لارو او کوڅو کې له ٢٠١١ میلادي او ٢٠١٢ میلادي کلونو راهيسې تر ټولو پراخې دولت ضد مظاهرې بلل شوې دي.

روسیه کې مخکینۍ مظاهرې.
روسیه کې مخکینۍ مظاهرې.

هغه مظاهرې هم د ناوالني له‌خوا تنظيم شوې وې.

د ولسمشر ولاديمير پوتين منتقد الکسي ناوالني هڅه کوي چې د ٢٠١٨ میلادي کال د مارچ مياشتې د جمهوري رياست انتخاباتو ته ځان کانديد کړي، خو اټکل دا دى چې پوتين به د ولسمشرۍ دغه شپږ کلنه دوره هم وګټي.

XS
SM
MD
LG