د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په پام کې ده په نېږدې راتلونکي کې د کرکټ د میلیون لیګ سیالۍ پیل شي.
د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د بېلابېلو ولایتونو شپږ لوبډلې او د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي ګډون کوي.
دغه سیالۍ د اپرېل په ۱۷مه پیلېږي.
د ښاغلي فضلي په خبره د دغه لیګ نه مخکې تمه ده د اپرېل په ۱۶مه د کرکټ د سولې جام سیالۍ د شپږ لوبډلو تر منځ ترسره شي د دغو لیګونو هدف د ویسټ انډیز د ملي لوبډلې پر وړاندې د کرکټ د ملي ټیم تیاری دی.