د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د دې هېواد د ملي لوبډلې بل حریف مالدیف دی.
دا لوبه د جون میاشتې په شپږمه په عربي متحده اماراتو کې ترسره کېږي.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیمونو مدیر علي عسکر لعلي تيره شپه ازادي راډیو ته وویل، له مالدیف سره لوبه له کمبودیا سره د افغانستان د رسمي لوبې لپاره د دې ټیم امادګي ده.
نوموړي زیاته کړه:
"ټاکل شوې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم له کمبودیا سره د لوبو د چمتو والي په خاطر په دبۍ کې یو تمرین ولري، دا تمرین د مې میاشتې په وروستیو او د جون په لومړیو کې ترسره کېږي، د جون په شپږمه له مالدیف سره لوبه ده چې له هغه وروسته به موږ د کمبودیا پر لوري ولاړ شو."
د افغانستان او کمبودیا ټیمونو ترمنځ رسمي لوبه د جون پر دیارلسمه ترسره کېږي.
دا اسیایي جام ته د رسېدو لپاره دوهمه لوبه ده.
په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ویتنام په وړاندې یو د یو په وړاندې مساوي شول.
افغانستان، اردن، ویتنام او کمبودیا اسیایې جام ته د رسېدو په لوبو کې په یوه ګروپ کې یو دبل حریفان دي.