د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

رحیمي: نشه‌يي توکي په مستقیم یا غیر مستقیم ډول افغان ماشومان ګواښي


د افغان حکومت اجرائیه ریاست په افغانستان کې د نشه‎يي توکو کر، قاچاق او اعتیاد لوی ناورین او د اندېښنې وړ بولي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي د پنجشنې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د نشه‎يي توکو د کر او قاچاق تر څنګ پر دغه پدیدې د میلیونونو افغانانو روږدي کېدل جدي اندېښنې پیدا کړې دي.

د ښاغلي رحیمي په خبره که څه هم حکومت اقدمات کوي خو په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول له نشه‎يي توکو د ماشومانو اغېزمن کېدل د اندېښنې وړ موضوع ده.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي

نوموړی وايي:

"لکه څنګه چې ټول جریان کې یاست زموږ د هېواد یو بل ناورین د نشه‎يي توکو کر او پر دغې پدیدې روږدي کېدل دي، له بده مرغه پر دې پدیدې د هېواد میلیونونه اوسېدونکي اخته شوي او ان دا مصیبت زموږ تر ماشومانو هم رسېدلی او ګڼ شمېر معصوم او نازولي ماشومان مو په مستقیم او غیر مستقیم ډول له دې اړخه زیان ویني."

د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال افغانستان کې شااوخوا درې نیم میلیونه افغانان په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول پر نشه‎يي توکو روږدي دي چې نېږدې دوه سوه پنځوس زره‌یې ماشومان دي.

د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو په وینا پر نشه‎يي توکو روږدي اکثره ماشومان او مېرمنې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو او کلیو کې مېشت دي چې د نشه‎يي توکو د زیانونو په اړه پوهاوی نه‌لري او له دغو توکو څخه د درملنې لپاره کار اخلي او د وخت په تېرېدو سره پرې روږدي کېږي.

څه موده وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم په یو خپور شوي راپور کې ویلي و چې څه د پاسه شپږ میلیونه افغان زلمیان او ماشومان د ناسم وضعیت، ناامنۍ، غربت او بې‌وسۍ له کبله له لویو ننګونو سره مخ دي چي یو یې هم په نشه‎يي توکو روږدي کېدل دي.

له دې ټولو سره-سره د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې افغانستان کې د نشه‌یي توکو کر، قاچاق او پر دغو توکو روږدي کېدل د بشري حقونو نقض کولو ته لاره هواره کړې ده.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي ازادي راډیو ته وویل، د حکومت د هڅو باوجود ورځ تر بلې په افغانستان کې د نشه‎يي توکو کر او قاچاق زیاتېږي چې دا مسئله د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ماشومانو پر وضعیت بد اغېز کوي.

نوموړی وايي:

"زموږ دولت هڅې کوي خو له بده مرغه ورځ تر بلې دا مسایل زیاتېږي او په افغانستان کې د دې غیر شرعي او غیر قانوني توکو کښت او قاچاق زیاتېږي چې دا مسئله مستقیماً د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ماشومانو پر وضعیت اغېز کوي."

د ښاغلي صدیقي په خبره افغان ماشومان تر ډېره په لیرې پرتو سیمو کې له نشه‎یي توکو اغېزمن دي، چېرې چې حکومتي حاکمیت کمزوری دی او د عامه پوهاوي کچه هم په‌کې ټیټه ده.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، که افغان حکومت د یادې ستونزې د مخنیوي لپاره جدي او اغېزمن ګامونه پورته نه‎کړي نوی نسل به له یوه نامعلوم او ناسم برخلیک سره مخ وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG