د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

سیګار: تر اوسه کانګرس د افغانستان بیارغونې ته ۱۱۷ میلیارده ډالره ورکړي


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو ځانګړی سرمفتش جان سوپکو وايي، تر دې مهاله د امریکا متحده ایالاتو کانګرس د افغانستان د بیارغونې هڅو ته ۱۱۷ میلیارده ډالره ورکړي دي.

نوموړی وايي، دې وروستیو کې یې په افغانستان کې د بیارغونې د هڅو په وړاندې د موجودو لویو ګواښونو او ستونزو هغه لېست تازه کړی چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې وړاندې کړی و.

نوموړی وايي، هومره‌یې چې تمه لرله افغانستان کې په هغو خطرونو کې د پام وړ کمی نه‎دی راغلی چې درې کاله مخکې دې ادارې په خپل راپور کې په ګوته کړي وو.

جان سوپکو د کاناډا په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال په افغانستان کې تر ټولو لوی ګواښ د امنیت نشتوالی وباله.

نوموړی وايي، د هر هېواد لپاره په کار ده چې د خپلو خلکو امنیت وساتلی شي او دا توانايي ولري چې د خلکو امنیت او نورې اړتیاوې په مالي توګه تمویل کړای شي چې د ده په وینا افغانستان په دې دواړو برخو کې ستونزه لري.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو ځانګړی سرمفتش وايي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې افغان امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې ګڼ مېشتې سیمې د طالبانو د بریدونو په وړاندې وساتي خو دوی تر ډېره په دفاعي حالت کې وو نه په تهاجمي.

نوموړي همدارنګه د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو اتو میاشتو کې د شااوخوا ۵۰۰۰ افغان سرتېرو وژل کېدو ته هم اشاره وکړه.

مشرتابه په ځانګړي توګه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مشرتابه کې ستونزې هغه څه دي چې جان سوپکو یې په افغانستان کې د بلې جدي ستونزې په توګه یادوي.

نوموړی وايي، اداره‌یې پر دې باور ده چې د کمزوري مشرتابه او د اداري فساد یو ترکیب په افغانستان کې د ستونزو ریښه جوړوي.

جان سوپکو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو راپور یادونه کوي چې وايي، افغان امنیتي ځواکونه زر تنه جنرالان لري.

د سوپکو په وینا دې کې شک نه‎شته چې له دې جنرالانو څخه یو شمېر یې د خپل یونیفرم وړتیا لري، خو یو شمېر داسې هم دي چې د جنرالۍ رتبې یې په پیسو اخیستي یا یې په کورني، قومي او نورو تړاونو ترلاسه کړي دي.

جان سوپکو افغانستان کې د ناټو د پخواني قوماندان جنرال جان کېمبل هغو څرګندونو ته اشاره کوي چې ویلي و د سم مشرتابه نشتوالی د افغان امنیتي ځواکونو تر ټولو لویه ستونزه ده.

اداري فساد جان سوپکو د افغانستان ثبات ته بل لوی ګواښ بولي.

نوموړی وايي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ده د ادارې له راپورونو ورته جوته شوه چې د امریکا په مشرۍ مرسته کوونکو هېوادونو د افغانستان په واړه اقتصادي سیسټم کې په کمه موده کې په ډېرې چټکۍ، د زیاتو پیسو په لګولو او له ډیرې کمې څارنې سره د اداري فساد په زیاتېدو کې رول لوبولی دی.

بل لوی کواښ چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو مفتش ورته په دې وینا کې اشاره وکړه، هغه دې هېواد کې د نشه‎يي موادو کر او قاچاق دی.

نوموړي دا یو ټپ بللی او د امریکايي قوماندان جان نېکلسن له خولې وايي چې وسله‎وال طالبان د خپلو مالي امکاناتو شپېته په سلو کې د کوکنارو له کر او د افیونو له حاصلاتو برابروي.

نوموړی وايي، د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د نشه‎يي موادو پر ضد د مبارزې برخه کې اته نیم میلیارده ډالر لګولي خو له بده مرغه ډېرې کمې لاسته راوړنې لري.

د سیګار مشر زیاتوي په داسې حال کې چې وسله‎والو طالبانو د کوکنارو د کر او د کانونو د غیر قانوني کېندنو په‌شمول له نورو لارو پیسې ترلاسه کوي په افغان حکومت کې د مالي ثبات نشتوالی د افغان دولت راتلونکي ته بل اساسي ګواښ دی.

جان سوپکو دې برخه کې د نړیوال بانک هغه اټکل ته اشاره کوي چې افغان دولت به لږ تر لږه ۲۰۳۰ میلادي کال پورې په بهرنیو مرستیو تکیه وي.

جان سوپکو د دې ټولو خطرونو سربېره په دې وینا کې په افغانستان کې د اداري فساد د درنو جرمنو پر ضد د ځانګړي عدلي او قضايي مرکز رامنځته کېدل یو مهم او مثبت ګام وباله او ویې‌ویل، افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله د دې مرکز بشپړ ملاتړ کوي.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو ځانګړی سرمفتش په امریکا کې د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د نوې ادارې رامنځته کېدو ته په اشارې وايي، نوي چارواکي دې کې شک نه‎لري چې په افغانستان کې راتلونکي انتخابات اسانه نه‎دي او نتایج نه‎شي تضمینېدلی.

نوموړی وايي، افغانستان کې د بریا لپاره ښايي په دې هېواد کې د افغان امنیتي ځواکونو د ښې روزنې، ملاتړ او د دوی د وړتیاوو د لوړولو لپاره یو شمېر سرتېرو ته اړتیا وي.

همدارنګه د یو څه وخت لپاره د امریکا او کاناډا په څېر هېوادونو څخه نورې مالي سرچینې هم په کار دي.

خو جان سوپکو زیاتوي، دا د دې وخت دی چې د امریکا نوې اداره له کانګرس او نورو نړیوالو متحدانو سره یوځای د یوې صادقانه ارزونې په ترڅ کې په افغانستان کې د امریکا پر هڅو بیا غور وکړي او معلومه کړي چې په دې هېواد کې څه کار ورکوي او څه کار نه‌کوي.

XS
SM
MD
LG