د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۴

افغان کرکټ بورډ: د هند سیالیو کې د افغان لوبغاړو لوبېدل ویاړ دی


د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلین وايي چې د هند سترو کورنیو سیالیو کې د افغان لوبغاړو لوبېدل د ویاړ خبره ده.

د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته وویل، افغان ورو توپ اچوونکي راشدخان په خپله لومړۍ سیالۍ کې وړتیا وښوده او دوه مقابل لوبغاړي يې وسوځول.

هغه وویل، افغان لوبغاړي د دې وړتیا لري چې سترو سیالیو او لوبډلو کې ولوبېږي.

راشد خان تېره شپه د «ای. پي. اېل» سیالیو په لومړۍ لوبه کې د سن‌رایزر حیدراباد لوبډلې لپاره د رویال چلنجر بنګلور پر وړاندې ولوبېده.

دا سیالي د حیدراباد سن‌رایزرس لوبډلې د پنځه دېرش منډو په توپیر وګټله.

راشد خان د نړۍ یو له هغو توپ اچوونکو څخه دی چې په شل اوریزه لوبو کې یې ډېر کسان سوځولي دي.

ده تر اوسه په ۲۵ شل اوره لوبو کې دوه څلوېښت وېکټې اخیستې دي.

د یادولو ده چې د هند دغو سترو کورنیو کرکټ سیالیو کې بل افغان لوبغاړی محمد نبي هم د سن رایزرس حیدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي.

XS
SM
MD
LG