د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

لاهور کې انتحاري حملې د ۴ پوځي سرتېرو په‌شمول ۶ تنه وژلي


د پاکستان د نورو برخو غوندې په لاهور ښار کې هم د چهارشنبې په سهار د سرشمېرنې کارکوونکي د ښار پر "بيديان سړک" په سرشمېرنه بوخت وو چې ناببره ورباندې زوروره چاودنه وشوه او په نتيجه کې يې عامو خلکو او د سرشمېرونکو په امنيت ګومارل شویو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

د چاودنې يو عيني شاهد وايي:

"ما چې د چاودنې غږ واورېد، ګڼه ګوڼه شوه يوې بلې خوا ته‌يې منډې وهلې، ما د چاودنې ځاى ته رامنډې کړې چې ومې کتل مړي پراته وو او داسې ښکارېده چې د پوځ پر سرتېرو يې حمله کړې ده."

د پنجاب حکومت وياند ملک احمد خان رسنيو ته ويلي چې دا ځانوژونکى بريد و او هدف‌يې د سرشمېرنې د ډلې امنيت ساتونکي پاکستاني سرتېري وو او په نتيجه کې يې شپږ تنه وژل شوي دي.

نوموړی وايي، يو تن چې ګومان کېږي ځانوژونکى به و او د پاکستاني پوځ موټر ته نېږدې ورغلى او هلته‌يې ځان ته انفجار ورکړى دى.

ښاغلی احمد خان زیاتوي:

"دا تائيد شوې چې دې پېښه کې پوځي سرتېري وژل شوي، ځکه دوى د سرشمېرنې د ډلې امنيت ساته او دا هم څرګنده شوې چې دا ځان‌وژونکى بريد و او په نتيجه کې يې شپږ تنه وژل شوي چې څلور پوځي سرتېري او دوه د سرشمېرنې کارکوونکي دي او ۱۴-۱۵ ټپيان ښوول کېږي."

په چاودنه کې د شااوخوا شلو تنو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى چې د لاهور ښار بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي او ويل کېږي چې هغوى کې هم د دوو تنو حالت مرګونى دى.

د پنجاب د قانون وزير رانا ثناالله وايي، دا ترهګریز بريد و.

ښاغلي ثناالله وویل:

"د ترهګرۍ د احتمالي حملو په اړه بيا-بيا خبرونه خپرېدل چې يو ځان‌وژونکى ښار ته راننوتى دى او زموږ د امنيتي ادارو خلک هم د تيارسی حالت کې وو، په ښار کې پوځي عمليات هم پرله‎پسې دوام لري، خو د ترهګر مخه نيول ګران کار دى."

د پنجاب د قانون وزير رانا ثناءالله
د پنجاب د قانون وزير رانا ثناءالله

رانا ثناالله تور پورې کړ وايي، پخوا چې به وسله‎وال په وزيرستانونو کې وو، نو په ګرانه‌يې د ترهګرۍ بريدونه تنظيمول، خو وايي، اوس‌يې چې کونړ او ننګرهار کې روزنيز کمپونه دي، نو په اسانۍ له هغه ځايه په پاکستان کې حملې ترتيبوي او ځان‌وژونکي بريدګر رالېږي.

د دې چاودنې مسؤليت د پاکستاني طالبانو تحريک منلى دى.

په پاکستان کې ۱۹ کاله وروسته سرشمېرنه کېږي چې د تېرې مارچ مياشتې له پنځلسمې نېټې پيل شوې او د مې مياشتې تر پايه به دوام ولري چې امنيت‌يې په ټول پاکستان کې پاکستاني پوځي سرتېري ساتي.

د يادونې وړ ده چې دا په روان کال کې په لاهور ښار کې درېيمه لويه چاودنه ده.

د فبرورۍ پر ۱۳مه د پنجاب اسمبلۍ مخې ته پر احتجاج کوونکو په چاودنه کې ۱۱ تنه وژل شوي وو او تر هغه لس ورځې وروسته د فبرورۍ په ۲۳مه هم د دې ښار په ډيفينس سيمه کې يوې چاودنې لس تنه ووژل او لسګونه نور يې ټپيان کړل.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG