د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

کندز کې د نشه‎يي توکو ضد مبارزې کمېسیون خپل عملیات پیل کړل


د کندز سیمه‌ییزې ادارې له‎خوا د نشه‎یي توکو او د هغه د پلورونکو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون جوړ شوی او دغه کمېسیون له دوه ورځو راهیسې د کندز د والي په مشرۍ د دې ولایت د ښار په یو شمېر سیمو کې خپل عملیات پیل کړي او لا هم دوام لري.

د نوموړي کمېسیون یو تن غړي عبدالغفور هوتک ازادي راډیو ته وویل چې د کندز سیمه‌ییزې ادارې له‎خوا د نشه‎یي توکو پلورونکو او قاچاق کوونکو پر ضد یو کمېسیون جوړ شوی او د کندز ښار د اوسېدونکو په مرسته خپل عملیات د ښار په بېلابېلو برخو کې پیل کړي.

د کندز سیمه ییزې ادارې یو تن غړی عبدالغفور هوتک
د کندز سیمه ییزې ادارې یو تن غړی عبدالغفور هوتک

نوموړی وايي:

"د مخدره توکو پلورلو د ځایونو په تثبیت کې له موږ سره خلک مرسته کوي او وايي چې د پوډرو او نشه‎يي توکو پلورونکو نه پولیس او د نورور امنیتي ارګانونو منسوبین راځي خپل حق اخلي، نو په همدې خاطر ځینو ځایونو کې نشه‎یي توکي په ازادانه توګه پلورل کېږي، خو موږ د دې عاملین او ملاټر کوونکي نیسو او د قانون منګولو ته‌یې سپارو."

ښاغلي هوتک زیاته کړه چې د نشه‎یي توکو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون خپل عملیات د امنیتي همدارنګه د عدلي او قضايي ارګانونو د چارواکو په همغږۍ سره په دې ولایت کې پیل کړي دي.

په ورته وخت کې پر نشه‎یي توکو روږدي کسان بیا وايي چې نشه‎یي توکي د کندز ښار بېلابېلو سیمو کې په ازادانه ډول پلورل کېږي، نو ځکه خلک کولای شي په اسانۍ سره نشه‎یي توکي ترلاسه کړي.

یو شمېر روږدي کسان چې اوس‌مهال د کندز د روږدو په ۵۰ بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې دي وايي چې د نشه‎يي توکو پلورونکو او قاچاق کوونکو سره پولیس لاس لري.

دوی وايي:

"باز محمد یم، د کندز ښار هر ځای کې نشه‎یي توکي ازادانه پیدا کېږي، نو په همدې دلیل د روږدو کسانو شمېر زیات شوی، زه له نورو ځوانانو غواړم چې له نشه‎يي توکو لاس واخلي."

"جان محمد، نشه‎يي توکي د کندز ښار د بالای حصار لاندې، کوچه حوض، مال بازار، هدیرې، دورې لاندې، د کابل بندر کې خرڅېږي او همداسې نور ځایونو کې پیدا کېږي، پولیس د نشه‎یي توکو پلورونکي نیسي د پیسو په مقابل کې یې بېرته خوشې کوي."

بل‎خوا د کندز د امنيه قوماندان مرستیال محمد حنیف ناصري د خلکو دغه ادعا ردوي چې ګواکې پولیس د نشه‎یي توکو پلورونکو او قاچاق کوونکو سره لاس ولري.

نوموړی زیاتوي، که دوی مستند راپور ترلاسه کړي چې پولیس د نشه‎یي توکو پلورونکو سره لاس لري، هغوی نیسي او د قانون منګولو ته‌یې سپاري.

د کندز د امنيې قوماندان مرستیال محمد حنیف ناصري
د کندز د امنيې قوماندان مرستیال محمد حنیف ناصري

ښاغلی ناصري زیاتوي:

"که موږ مستند راپور ترلاسه کړو او پوه شو چې پولیس د نشه‎يي توکو له پلورونکو او قاچاق کوونکو سره لاس لري که په هر ردیف کې وي موږ هغوی نیسو عدلي او قضايي ارګانونو ته‌یې سپارو."

په همدې حال کې په کندز کې د روږدو د ۵۰ بستریز روغتون مشر ډاکتر عبدالقدوس میاخېل ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال دوی نېږدې ۴۰۰ تنه پر مخدره توکو روږدي کسان له درملنۍ وروسته رخصت کړي دي.

کندز کې د روږدو د ۵۰ بسترېز روغتون مشر ډاکټر عبدالقدوس میاخېل
کندز کې د روږدو د ۵۰ بسترېز روغتون مشر ډاکټر عبدالقدوس میاخېل

نوموړی وايي:

"کندز کې د روږدو کسانو شمېر څه باندې ۲۰ زره کسانو ته رسېږي او د روږدو کسانو مراجعه هم روغتون ته ډېره ده، خو دغه روغتون د دې شمېر روږدو کسانو د درملنې وړتیا نه‎لري، خو بیا هم موږ خپل روغتیايي خدمتونه د روږدو کسانو لپاره وړاندې کوو او هیله‌مند یم چې د عامې روغتیا وزارت د دغه روغتون ظرفیت له ۵۰ بسترو څخه ۱۲۰ بسترو ته پورته کړي."

کندز کې د نشه‎یي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې دې ولایت کې پر نشه‎یي توکو د روږدو کسانو شمېر څه باندې ۳۰ زره تنو ته رسېږي، خو له دې شمېرې څخه ۱۵ سلنه‌یې ښځې او کوچنیان جوړوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG