د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

چین «شین جېن» کې د افراطیت خپرېدو مخنیوي لپاره نوي بندیزونه لګولي


د چین حکومت وايي، د هغه هېواد په لوېدیځ ولایت شین جېن کې د اسلامي افراطیت د خپرېدو د مخینوي کمپاین په ترڅ کې ېې نوي بندیزونه ولګول.

بندیزونه د دې لپاره لګول شوي چې د حکومت په وینا، د سیمې په اکثره مسلمانانو کې د افراطي فکر د خپرېدو مخنیوی شوی وي.

د بندیزونو لایحه تېره اوونۍ د شین جېن په پارلمان کې تائید او د شنبې له ورځې نافذه شوه.

د اسلامي افراطیت د خپرېدو د مخنیوي په دې کمپاین کې له ټولو نارینه‌و غوښتنه شوې چې ږیرې به تر اندازې زیاتې نه‌اوږدوي.

پر خلکو د داسې کمیسونو یا چپنو د اغوستلو بندیز لګېدلی چې ټول بدن په‌کې پټېږي.

د مخ پر پټولو هم بندیز لګېدلی دی.

شین جېن د چین په شمال لوېدیځ کې، پرته سیمه ده چې استوګن‌يې اوېغور، مسلمانان دي.

د چین حکومت پر وېب‌پاڼو د خپرو شویو معلوماتو پر اساس ویل کېږي چې په شین جېن کې خلکو ته ویل شوي چې د حکومتي پروپاګندې، راډیو او ټلوېزیون له اورېدو او کتلو سره مخالفت ونه‌کړي.

د چین حکومت په شین جېن کې چې د افغانستان، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان او پاکستان په څېر اسلامي هېوادونو سره ګډه پوله لري او اکثر استوګن‌یې مسلمانان دي، د اسلامي افراطي ډلو د فعالیت او نظريې د خپرېدو له امکانه اندېښنه لري.

په شین جېن کې چارواکو په تېرو کلونو کې هم لکه څرنګه چې د پيکنګ حکومت وايي، د اسلامي افراطیت د مخنیوي هڅې کړې دي.

په وروستیو کلونو کې د شین جیانګ خلک د خونړیو ناکراریو شاهدان وو.

د پیکنګ حکومت تل په شین جېن کې د تشدد پړه پر اسلام‌پالو افراطي ډلو او بېلتون غوښتونکو وراچولې ده خو د بشري حقونو یو شمېر څارونکې ډلې وايي چې په شین جېن کې ناکرارۍ، تر ډېره حده د چین حکومت د ځپونکو کړنلارو په وړاندې د خلکو د غبرګون زېږنده دي.

د چین حکومت په سیمه کې د اسلامي افراطیت او په ځانګړي ډول د اسلامي دولت نومې وسله‌والې ډلې یا داعش د فعالیت له امله په وار وار اندېښنه څرګنده کړې ده.

د چین حکومت له پاکستان سره نېږدې سیاسي اړیکې لري او په وروستیو کلونو کې يې په افغانستان کې هم د حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د روغې جوړې هڅې کړې دي.

XS
SM
MD
LG