د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

کندهار کې د باسکټبال لوبغاړې: جمنازیوم او مسلکي روزونکې نه لرو


د کندهار د باسکټبال ښځينه لوبغاړې وايي، د تمرینونو لپاره د مجهز جمنازیوم او د مسلکي روزونکو نشتوالي د دوی فعالیت له خنډ سره مخامخ کړی دی.

کندهار له کلتوري محدویتونو سره سره د ښځو د باسکټبال ټیم لري چې تېر کال يې د ټول هېواد په سطحه دوهم مقام ګټلي وو.

سیما د کندهار د زرغونې انا د لېسي زده کوونکې هر ورځ د خپلې لوبډلې سره په خپله لېسه کې د ښځو د باسکټبال لپاره په ځانګړي شوي یوازني جمنازیوم کي د دې لوبو تمرین کوي.

سیما د هېواد د باسکټبال د ملي ټیم غړې او د کندهار د منتخبې لوبډلې کپتانه ده.

نوموړې وايي، سره له دې چي دوی د تمرینونو لپاره د مجهز جمنازیوم او د مسلکي روزونکو د نشتوالي سره مخامخ دي خو لا يې هم د هېواد په کچه په جوړېدونکو سیالیو کې ښه مقامونه ګټلي دي.

د نوموړي په وینا تېر کال په مرکز کابل کې د ټول هېواد په کچه په ترسره شویو سیالیو کې یې دوهم مقام ګټلی دی:

"موږ سهار مخکې له درسو یو ځل دلته راځو تمرین کوو دو ځله موږ کابل ته تللي یو دواړه واره دوهم مقام مو ګټلي دی."

د کندهار د بایسکټبال ښځينه لوبډلې یوه بله غړې سعدیه وايي، په کندهار کې د ټول ولایت په سطحه د نجونو د ښوونځيو له ډلې يوازې په زرغونه انا لېسه کې د نجونو لپاره يو جمنازيوم شته چې هغه هم په ډېر خراب حالت کې دى.

دغه جمنازيوم څو کاله وړاندې د ايران په مالي مرسته جوړ شوى چې نجونې په کې يوازې د باسکټبال لوبې کولاى شي.

سعدیه وايي، د نجونو د لوبو او ورزش په برخه کې يوازې د لوبغالو نشتوالى ستونزه نه ده بلکې دغلته د باسکټبال لوبو په برخه کې د ښځينه روزونکو نشتوالى هم لويه ستونزه ده.

د کندهار د پوهنې رياست چارواکي مني چي په ښوونځيو کي د نجونو لپاره د لوبو او ورزش کافي امکانات او اسانتياوې نه شته.

د کندهار د پوهنې رياست ویاند نظر محمد صمیمي ازادي راډیو ته وویل چې د لوبو په برخه کې د کندهار د ښځينه زده کوونکو او لوبغاړو شکايتونه او غوښتنې پر ځاى دي.

د ښاغلي صمیمي په وینا دوى به دا ستونزه له مرکزي ادارې سره شريکه کړي تر څو دې برخې ته پاملرنه زياته شي.

کندهار کې له کلتوري محدویتونو سره سره د سپورټ په برخه کې د ښځو لېوالتیا زیاته ده.

خلک وايي، که په دغه ولايت کې د لوبو وضعيت ته پام وشي او په دې برخه کې اسانتياوي ډېري شي نو د نارينه وو تر څنګ به ښځينه ورزشکارانې هم ډېره وده وکړي.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG