د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۲۳

پاکستاني چارواکي: شمالي وزیرستان ته د روسیې پوځي پلاوی تللی


پاکستاني چارواکي وايي چې شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ له عملیاتو وروسته د روسیې یوه پوځي پلاوي دې قبایلي سیمې ته سفر کړی. د پاکستان پوځ وايي چې د روسیې پوځي پلاوي پرون پنجشنبې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو بریا له نژدې ولیده او د ترورېزم پرضد مبارزه کې یې د پاکستان د حکومت هڅې وستایلې.

XS
SM
MD
LG