د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۸

امريکايي سناتورانو انتخاباتو کې د روسيي پر لاسوهنې بحثونه وکړل


جمهوريپال سناتور ريچار بُر

امريکايي سناتورانو د امريکا د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې د ادعاوو په اړه جدي بحثونه وکړل.

جمهوريپال سناتور ريچار بُر Richard Burr د مشرانو جرګې پرونۍ استماعيه غونډې ته وويل: روسيې په انټرنټي حملې او پروپاګند سره امريکا په نښه کړې ده:

"زموږ ټولنه د روسيې د معلوماتي، تبليغاتي او سايبري کمپاينونو د جنګ په لړ کې په نښه شوې ده- اوس هم دا وضعيت روان دى. زموږ کارپوهان د روسيې هڅه چې کمه شوې نه‎ده، نن تشريح کوي. د نننۍ استماعيه غونډې نتيجه دا ده، موږ ټول د پېچلي او ځواکمن دښمن له‎خوا په نښه شوي يو، د دولت په سطحه بايد د روسيې د فعالو اقداماتو په وړاندې مبارزه وکړو."

پرونۍ استماعيه غونډه د امريکا د مشرانو جرګې د استخباراتو کمېټې له‎خوا رابلل شوې وه.

د امريکا استخباراتي سازمانونو په جنورۍ مياشت کې په خپل راپور کې ويلي وو چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د تبليغاتي او سايبري يا انټرنټي حملو له لارې د امريکا د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د مداخلې امر صادر کړى و.

ظاهراً د دې مداخلې هدف د هغو انتخاباتو پر نتيجه اغېز لرل ښوول شوي دي، خو روسيه دغه تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG