د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

عربي مشران: د اسرائیلو او فلسطینیانو د سولې موثرې خبرې پیلوو


عرب مشران وايي، دوی چمتو دي چې د اسرائیلو او فلسطین د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د سولې پلان بېرته پیل کړي.

د چهارشنبې په ورځ په اردن کې د عربي مشرانو د یوې ورځنۍ کلنۍ غونډې پای کې عربي مشرانو یو وار بیا پر خپل هغې ژمنې ټینګار وکړ چې غواړي:

"د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې جدي او موثرې خبرې پیل کړي."

دوی هوډ څرګند کړ چې د دوو دولتونو د حل‎لارې پر بنسټ به د دې کړکېچ د هواري لپاره یو مشخص مهال‎ویش تعقیب کړي.

د عربي ټولنې مشران په داسې حال کې خپلو کې غونډه کوي چې ټاکل شوې په راتلونکو اونیو کې د عربي نړۍ ځینې مهم مشران واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

د اردن پاچا عبدالله، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس په دې سرمشریزه کې سره وکتل څو سپینه ماڼۍ کې له غونډو مخکې خپل دریځونه سره همغږه کړي.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفادي ویلي، دا سرمشریزه د دې څرګندونه کوي چې عربي نړۍ غواړي د ولسمشر ټرمپ له ادارې سره د فلسطین او اسرائیل د دوو دولتونو د حل لارې پرسر د خبرو لپاره کار وکړي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نړیوال استازي جاسون ګرینبلاټ د دې سرمشریزې ترڅنګ د فلسطینې ادارې له مشرمحمود عباس سره خبرې کړي.

د ټرمپ د نړیوالو چارو استازي جسن ګرینبلاټ
د ټرمپ د نړیوالو چارو استازي جسن ګرینبلاټ

نوموړی همدارنګه د اردن، مصر او قطر د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم غږېدلی دی.

نوموړې عربي مشرانو ته ویلي، ټرمپ باور لري چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولې توافق ممکن او د سیمې او نړۍ لپاره یو مثبت اقدام دی.

ولسمشر ټرمپ د منځني ختیځ په اړه ضد و نقیض څرګندونې کړي دي.

د خپل انتخاباتي کمپاین پرمهال نوموړي هغه مهال عرب مشران غوسه کړل چې ویې ویل، دا به په اسرائیلو کې د امریکا سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال کړي.

نوموړي وروسته داسې وښوده چې چمتو دی د دوو دولتونو د حل‎لارې یوه متبادله حل لاره قبوله کړي.

له دې وروسته نوموړي دا دواړه امکانات کم اهمیته ګڼلي او داسې یې ښودلې چې غواړي د سولې یوه توافق ته په رسېدو کې منځګړیتوب وکړي.

د عربي مشرانو دې غونډه کې د ۲۰۰۲ میلادي کال د عربو د سولې پر هغه وړاندیز هم ټینګار وشو چې وايي، که اسرائیل د فلسطیني دولت د جوړولو لپاره نیول شوي سیمې بېرته خوشې کړي عربي هېوادونه به له اسرائیلو سره اړیکې عادي کړي.

د اسرائیلو د استخباراتو وزیر اسرائیل کاتز د فلسطینیانو مسئله مهمه بللې خو ویلي یې دي د عربي نړۍ مشران باید سیمه کې ځینې نورو مسئلې هم هېرې نه‎کړي. نوموړي په دې برخه کې په سیمه کې د ایران ښکلتیا، داعش او په سوریه، عراق، یمن او لیبیا کې روان وضعیت ته اشاره کړې ده.

XS
SM
MD
LG