د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

دهقان: پاکستاني ملېشو پر سرکاڼو او خاص کونړ بیا توغندي ویشتلي


د کونړ پر سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو د پاکستان پوځ یو ځل بیا د توپونو په لسګونو ګولۍ ویشتلي.

د کونړ د امنيه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نن ورځ او تېره شپه د پاکستان پوځ د خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو باندې د توپونو څه باندې اویا ګولۍ راویشتلې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د خاص کونړ ولسوالۍ په مایا او د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړۍ درې اویا د توپونو ګولۍ راویشتل شوي چې پکې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی."

دا څووم کال دی چې د پاکستان پوځیان د کونړ پر یو شمېر سرحدي ولسوالیو د توپونو ډزې کوي چې د خلکو په وینا د همدغو توغندیزو بریدونو له امله په سرکاڼو، خاص کونړ، مرورې، شلتن، دانګام او ناړۍ ولسوالیو کې په سلګونو کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

خلک وايي، پاکستانیو ځواکونو په تېرو څو کلونو کې په لسکونه کېلو متره د کونړ خاوره نیولې ده.

د حاجي دوست محمد په نوم یو ه تن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د مومندو بازار په کوډاخېلو کې د افغانستان لومړنی ښوونځی و، خوا کې ورسره زموږ د قبایلو دفتر و، په چمرکنډ کې زموږ کلیوال مکتب و او په ګبرې کې هم زموږ کلیوال ښوونځی، د ناوې د ناواپاس نه نیولي د جلال اباد په لور چې کومه د غره لړۍ تللې پر دې زموږ پوستې وې، وزیرستان کې د غلام خان نه په شېرخېلو کې دوی دولس کېلو متره د افغانستان خاوره نیولې ده، د میټۍ کنډو ته دوی راختلي دي، د ممد ګټ نه نیولې تر ناوې کنډوه پورې دوی څلوېښت پنځوس کېلو متره وړاندې راغلي دي."

خو د افغانستان دفاع وزارت او سرحدي پولیس بیا وايي چې پاکستاني ځواکونه یوه لوېشت هم وړاندې نه دي راغلي.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG