د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

افغان حکومت غواړي د ځانګړو ځواکونو شمېر دوه چنده زیات کړي


افغان حکومت په پام کې لري چې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو شمېر دوه چنده زیات کړي.

افغان چارواکي وايي، دا د وسله والو مخالفینو د حملو په وړاندې د هېواد د ملي ځواکونو د پیاوړي کولو د ستراتیژۍ یوه برخه ده.

د افغان پوځ د کومانډو یا ځانګړو ځواکونو شمېر دا مهال اولس زره سرتېرو ته رسېږي.

چارواکي که څه هم کومه دقیقه شمېره نه یادوي خو وايي چې غواړي دا شمېره دوه چنده کړي.

افغان حکومت د ځانګړو ځواکونو پیاوړي کول، د وسله والو مخالفینو د حملو په وړاندې چې په وروستیو څو میاشتو کې یې زور اخیستی دی، د هېواد د ملي، دفاعي ځواکونو د پیاوړي کولو د اوږدمهالې ستراتیژۍ یوه برخه بولي.

ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې په یوه وینا کې وویل چې د ځانګړو ځواکونو د فرقې اوسنی تشکیل به قول اردو ته لوړ کړي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ زادي راډیو ته وویل چې د دې ځواکونو د شمېر له لوړېدو سره په یوه وخت کې به دوی ښه تجهیز هم شي:

دولت وزیري.
دولت وزیري.

"موږ تصمیم نیولی چې ځانګړي ځواکونه چې اوس فرقه ده، په راتلونکي کې قول اردو شي؛ امکانات یې نور هم زیات شي؛ دوی به خپلې چورلکې ولري او ټول د اړتیا وړ وسایل او وسایط به ورکړل شي او نور به هم تقویه شي."

ځانګړي ځواکونه د افغانستان د نېږدې درې سوه زره کسیز ملي دفاعي ځواک یوه کوچنۍ برخه ده خو اوس مهال د راپورونو له مخې د ټولو پوځي عملیاتو په سلو کې اویا ترسره کوي او دا ښيي چې په افغانستان کې د جګړو ډېره برخه بار د دوی پر اوږو دی.

افغان کومانډو له شماله نیولې تر جنوبه د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د پوځي عملیاتو مهمه او اصلي برخه ترسره کوي.

د دفاع وزارت ویاند ښاغلی وزیری وايي، افغان ځانګړي ځواکونه په پوځي عملیاتو کې خاص او اغېزمن مهارت لري:

"کومانډو ځواکونه د وړتیا له مخې ډېر اوچت دي، دوی کولای شي چې په هرراز موسم کې، په هرراز شرایطو او اراضي کې دنده ترسره کړي، ځکه دوی ښه روزل کېږي او هغه کسان چې کومانډو ته حذبیږي، له ذهني، جسمي او د ښوونې او روزنې له پلوه پر ځان پوره ډاډ لري او هرې دندې ته بشپړه تیاري لري."

رویټرز خبري اژانس په دې اړه په یوه راپور کې د څو افغان او لوېدیځو چارواکوله قوله لیکي چې وايي، د کومانډو ځواک د پیاوړي کولو د پلان د تطبیق لپاره له مالي مرستندویانو سره د افغان حکومت خبرې روانې دي.

دې چارواکو د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط له رویټرز سره خبرې کړي.

اژانس د ناټو د ویاند تورن بیل سالوین «Bill Salvin» له قوله لیکي چې وايي، اوس مهال د ځانګړو ځواکونو د هغو سرتېرو پرځای چې د تېرکال په جګړو کې وژل شوي، د نورو کسانو د استخدام چارې پیل شوې دي، خو نوموړی زیاتوي چې هغې شمېرې ته چې ولسمشر اشرف غني یې په پام کې لري د افغان ځانګړو ځواکونو د شمېر لوړول ښايي کلونه وخت ونیسي.

د ناټو ویاند زیاتوي چې په زیات شمېر د کومانډو ځواکونو د پوځي روزنې چارې او د صحیې، لوژستیک، مخابرې کشف او نورو پوځي صنفونو د پیاوړي کولو هڅې هم چټکې شوې دي.

XS
SM
MD
LG