د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۶

د ویتنام او افغانستان د فوټبال سیالۍ مساوي پای ته ورسېده


د افغانستان او ویتنام د فوټبال ملي ټیمونو تر منځ لوبه د یو په وړاندې په یو ګول مساوي پای ته ورسېده.

دا لوبه د سې شنبې په ورځ د اسیايي هېوادونو د فوټبال اتلولۍ ته د لار موندلو د سیالیو په لړ کې د تاجکستان په پایتخت دوشنبه کې ترسره شوه.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیمونو مدیر علي عسکر لعلي د دې لوبو تر پای ته رسېدو وروسته له دوشنبې څخه ازادي رادیو ته وویل:

"موږ پنځه نورې لوبې په مخ کې لرو چې دا پنځه لوبې به زموږ برخلیک وټاکي چې د اسیايي هېوادونو د اتلولۍ سیالیو ته لار مومو که نه؟"

دا د افغانستان د فوټبال ملي ټیم لومړنۍ رسمي لوبه وه چې د نوي روزونکي اوتو فستر تر مشرۍ لاندې یې ترسره کړه.

XS
SM
MD
LG