د افغانستان دفاع وزارت وايي، د فساد پر ضد يې جدي مبارزه پیل کړې ده.
د دغه وزارت د ستراتيژیکو استخباراتو مرستیال هلالالدین هلال د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې له ۲۰۱۶ میلادي کاله تر دې دمهيې د دفاع وزارت ۱۳۹۴ منسوبین له دندو لیرې کړي دي.
د دې تر څنګیې د ۱۶۹۲ کسان تغییر او تبدیل کړي او ۱۶۸ دوسیې چې پهکې اداري فساد، د وسلو خرڅول، چل او دوکه او له دندو څخه ناوړه ګټه اخیستنه شامله وه، عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.
د ښاغلي هلالالدین په وینا ۱۸۲۳ نورې ورته دوسیې د دفاع وزارت تر څېړنې لاندې دي.
دی وايي، دغه کسانو په بېلابېلو پوستونو کې دندې درلودې.
نوموړی وايي:
"له ۲۰۱۶ میلادي کال څخه تر اوسه هغه ځایونه چې د فساد شک پرې کېده او تدارکاتي برخه تر ارزیابۍ لاندې ونیول شوه، د اختلاس بېلابېل جرمونه، له دندې څخه ناوړه ګټه اخېستنه، د مقرراتو ماتول او له وېرې دښمن ته تسليمېدل او د اعاشې حیف و میل وڅېړل شول."
د ښاغلي هلال په خبره د دفاع وزارت ۳۰۵ پخواني منسوبین له تېر میلادي کال نه تر دې دمه د عدلي او قضايي ارګانونو لهخوا مجازات شوي هم دي.
بلخوا د دفاع وزارت لوژستیکي او تأمیناتي مرستیال غلام سخي احمدزی ډاډ ورکوي چې تدارکاتي چارو کې شفافیت رامنځته شوی دی.
ولسمشر غني هم له دې وړاندې په امنیتي او دفاعي سکټور کې د اصلاحاتو د راوستلو ژمنه کړې وه.
دفاع وزارت په داسې حال کې د خپلو لاسته راوړنو یادونه کوي چې افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش ادارې یا سیګار ویلي چې امنیتي سکټور کې پراخ فساد موجود دی.
د دې ادارې په خبره ان یو شمېر قوماندانان د پولیسو د خوراکي موادو څخه غلاوې کوي.
په ورته وخت کې د فساد پر وړاندې د مبارزې شبکه د دفاع وزارت د دغه حرکت د هرکلي تر څنګ د سترو فاسدینو د دوسیو په څېړلو ټینګار کوي.
د دغې شبکې رئیس خان زمان امرخېل ازادي راډیو ته وویل:
"رښتیا هم دغه ډول اقدامات په ټیټه سطحه تأثیرات لري، خو د شته پالېسۍ له مخې ستر فاسدین لا هم په ټول سیستم حاکمیت لري."
دی وايي، تر کومه چې دغه اقدام ترسره نهشي ټولنیز عدالت نه پلی کېږي.
د ښاغلي امرخېل په خبره اوس هم ستر فاسدین چې میلیونونه ډالر يې غلا کړي واکمن دي او خپلې دندې پر مخ وړي.
راپور : اکرامالله اکرام