د روسیې او د بلجیم فوټبال ملي لوبډلې نن شپه یوه دوستانه سیالي کوي.
د روسیې د فوټبال فدراسیون د رسمي انټرنټي پاڼې د معلوماتو پر اساس، دغه سیالي نن شپه ۸:۳۰ بجې د روسیې په کوربهتوب پيلېږي.
د روسیې او بلجیم د فوټبال ملي لوبډلو یوه میاشت مخکې د دغې سیالۍ لپاره تمریناتي کمپ ترسره کړی وو.
د بلجیم د فوټبال لوبډلې په مخکنۍ دوستانه سیالۍ کې ۲ د صفر پر وړاندې روسیې ته ماته ورکړې وه.