د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۱

م.م: ناامنیو څه د پاسه ۴۷ زره افغانان شااوخوا ۳ میاشتو کې بې‌ځایه کړي

د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې د ۲۰۱۷ میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې تر اوسه پورې ۴۷ زره او ۴۰۴ کسان د نا امنیو د تازه څپې له امله له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.

د راپور له مخې زیاتره بېځایه شوي کډوال د کندز او بغلان ولایتونو اوسېدونکي دي.

ملګري ملتونه وايي، د کندز هغه کورنۍ چې ښه امکانات‌يې هم لرل پر دې ښار د طالبانو د برید د اندېښنې له امله‌يې خپل کورونه پرېښي دي.

دا سازمان اندېښنه ښيي چې د روان میلادي کال تر پایه ښايي افغانستان کې د بېځایه شويو شمېره ۴۵۰ زرو ته لوړه شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دوی یوازې دې برخه کې د همغږۍ د رامنځته کولو رول ترسره کوي.

د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډیو ته وویل، دوی له بېځایه شويو سره د بشري مرستو په برخه کې اغېزمن کارونه کوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل

​نوموړی وايي:

"د کډوالو وزارت له داخلي او نړیوالو بنسټونو سره یوځای بېځایه شويو کورنیو ته بشري مرستې رسوي. له بېځایه شويو سره خوراکي او د نورو موادو مرسته کېږي. زموږ د سروېګانو ډلې همدا مهال کابل او ولایتونو کې له مؤسسو سره یوځای کور په کور ګرځي چې معلومه کړي کوم کسان د مرستو متسحق دي."

د کډوالو چارو وزارت وايي، خپلو سیمو ته د بېځایه شويو د ستنولو او ځای پر ځای کولو پر یوه پروګرام کار کوي.

د ښاغلي میاخېل په خبره د دې پروګرام له مخې د ناامنو سیمو اوسېدونکي به په نورو امن سیمو کې ځای پر ځای کېږي.

د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې بېځایه شوي خلک په مجموع کې د افغانستان د ۲۲ ولایتونو اوسېدونکي دي.

ملګري ملتونه وايي، نېږدې ۶۶۱ زره کسان په تېر ۲۰۱۶ میلادي کال کې له خپلو اصلي سیمو بېځایه شوي وو.

This item is part of
XS
SM
MD
LG