د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

د افغانستان د موتړ ځغلونې فدراسیون رسماً پرانیستل شو


د افغانستان د موتړ ځغلونې فدراسیون د المپیک د ملي کمېټې په چوکاټ کې نن رسماً پرانیستل شو.

د افغانستان د المپیک کمېټې ویاند منور شهزاد نن ازادي راډیو ته وویل، دغه فدراسیون د لومړي ځل لپاره افغانستان کې پرانیستل شو او زیات مینه‎وال لري.

ښاغلي شهزاد زیاته کړه، اوس‎مهال دغه فدراسیون ۴۰ لوبغاړي او ۲۵ سپورټي موتړونه لري.

شهزاد وايي چې نېږدې راتلونکي کې به د دغې برخې لوبغاړو ته په ولایتونو کې د موتړ ځغلونې زمینه برابروي.

XS
SM
MD
LG