په کابل کې د ځوانانو د سوک وهنې ملي لوبډلې لپاره انتخاباتي سیالۍ پیل شوې دي.
د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون د همغږي مسؤل وحیدالله حمیدي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغو سیالیو کې د کابل له پنځو زونونو څخه لوبغاړو ګډون کړی دی.
ښاغلي حمیدي د دغو سیالیو څخه هدف د ځوانان ملي لوبډلې ته د غوره څېرو پېژندل یاد کړل.
دغه سیالۍ پنځه ورځې دوام کوي.