د ناوالني د اداري فساد ضد بنسټ مدير رومان روبانوف په ټويټر کې تائيد کړې چې الکسي ناوالني نيول شوى دى.
روبانوف په ټويټر کې د ناوالني د پلويانو وېډيويي تصويرونه هم خپاره کړي دي.
په دغو وېډيوګانو کې ښکاري چې د الکسي ناوالني پلويان د ګڼو بلوا-ضد پوليسو په حضور کې هڅه کوي د هغه موټر مخه ونيسي چې ناوالني پهکې انتقالېږي.
څو تنه نور مظاهرهچيان هغه وخت ونيول شول چې د بلوا ضد پوليسو د دې موټر د تګ لارهیې صفا کوله.
د اداري فساد ضد فعال او د ولسمشرۍ کانديد الکسي ناوالني نن تر نيول کېدو مخکې په يوه وېډيويي پيغام کې وويل:
"زه خوښ يم چې په دې ټول جريان کې برخه لرم، ځکه موږ ګورو چې خلک د اداري فساد پر خلاف د ښارونو لارو-کوڅو ته وځي، په دغو کوڅو کې څو لسيزې مظاهرې نهوې شوې. اوس ټول پوهېږي چې اداري فساد يعنې بېوزلي."
ناوالني له خپلو پلويانو غوښتنه وکړه چې له ده پرته د اداري فساد پر ضد ګامونه پورته کړي.
لسګونه نور کسان په پوشکين ميدان کې د مظاهرو پر مهال ونيول شول.
د روسيې له نورو ښارونو هم د مظاهرو په جريان کې د کسانو د نيولو راپورونه ورکول شوي دي.
دغه مظاهرې په داسې حال کې کېږي چې د ناوالني ادارې د فساد ضد ډلې څه کم مياشت مخکې يو راپور خپور کړ چې د روسيې صدراعظم ډیميټري مېدوېدېفيې تورن کړى چې له خيريه بنسټونو او غير دولتي مؤسسو په استفاده له شتمنو کسانو او دولتي بانکونو مالي مرستې ټولوي او په دغو پيسو قيمتي توکي رانيسي.
ناوالني ويلي و چې شااوخوا ١٥زره کسان به د مسکو لارو کوڅو ته د هغه څه په اړه د اعتراض لپاره راوباسي چې ده ولسمشر ولاديمير پوتين ته د نېږدې چارواکو په منځ کې پراخ اداري فساد بللى دى.
ده په ٢٠١١ او ٢٠١٢م کلونو کې هم په روسيه کې د حکومت ضد مظاهرو په رهبرۍ کې مرسته کړې وه.