د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

دُرانی: د پراختیايي پروژو په پلي کولو کې هېڅ راز فساد نه‌شم زغملی


د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت وايي، د پراختیايي پروژو په پلي کولو کې هېڅ راز فساد نه‎شي منلی.

د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد دُراني چې د یکشنبې په ورځ له خصوصي شرکتونو سره د ۱۲ پراختیايي پروژو د تړون د لاسلیک پر مهال خبرې کولې، د پروژو پر شفافیت ټینګار وکړ.

ښاغلي دُراني وویل، په دغو پروژو کې د شفافیت نشتوالی نه خپله مني او نه به چاته اجازه ورکوي چې د تړون خلاف عمل وکړي.

د کلیو او پراختیا وزیر نصیراحمد دُرانی
د کلیو او پراختیا وزیر نصیراحمد دُرانی

نوموړي وویل:

"د کلیو او پراختیا وزارت د شفافیت د نشتوالي په وړاندې زغم نه‎لري، دې برخه کې به قاطع چلند کوي او د اوسنیو شرایطو خلاف، نه خپله مني او نه هم ورته اجازه ورکوي."

دغه پروژې چې ۱۱یې د سړک جوړولو او یوه‌یې د یوه ښوونځي د ودانولو پروژې دي په بغلان، لوګر، پروان، سرپل، ارزګان، خوست، سمنګان، غور او نورستان کې به پلي کېږي چې څه باندې ۶۵۰ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي.

ښاغلی دُراني وايي، روان کال کې به د افغانستان په کلیو او بانډو کې څه باندې ۷۰۵ کېلو متره سړکونه او څه باندې زر کېلو متره پلونه جوړ شي.

د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د اوبو لګولو، د پاکو اوبو، روغتیا، ښوونې روزنې، ترانسپورټ، کرنې او یو شمېر نورو برخو کې څه باندې ۹ زره پروژې پلې کړې دي.

خو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې له دې پروژو څخه په ښه توګه نظارت نه‎دی شوی چې د پروژو پر کیفیت‌یې اغېز کړی.

د ودانیزو چارو کارپوه مطیع‌الله خروټی وايي، هغه پروژې چې ناامنو سیمو کې پلي کېږي ترې څار نه‎شي کېدای.

نوموړی وايي:

"زه د دې پروژو له تطبیق سره موافق یم، اما کله چې هغه ناامنه سیمه کې پلې کېږي هلته نظارت ستونزه پیدا کوي، کله چې د نظارت زمینه برابره نه‎وي او امنیتي ستونزې وي د دې سبب کېږي چې نظارت ونه‎شي."

ښاغلی خروټی وايي، د ناامنیو تر څنګ د قراردادیانو له‎خوا د پروژو څو لاسه کول هم د پروژو کیفیت ټیټوي.

دی ټینګار کوي چې حکومت باید د دغو پروژو جدي څار وکړي.

خو د یادو شرکتونو یو شمېر مالکان بیا ډاډ ورکوي چې د سیمې د خلکو په همکارۍ به دغه پروژې په وخت او ښه کیفیت سره بشپړې کړي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG