د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

غني: هر هغه څوک چې د نظام په وړاندې جنګېږي زموږ دښمن دی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ولایت ته حضرت علی ته د منسوب زیارت د نوي جومات د افتتاح او ګټې اخیستنې لپاره سفر کړی دی.

د شنبې په ورځ په دې سفر کي د ولسي جرګې وکیلان، د ولسمشرۍ ماڼۍ مشاورین او د معارف وزیر د ښاغلي غني ملتیا کوي.

محمد اشرف غني د دې سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت سلګونو ولسي استازو، ښوونکو، دولتي مامورینو د بهرنیو هېوادونو ډيپلوماتیکو استازو او د بلخ ولایت امنیتي چارواکو په یوه غونډه کې خبرې وکړې.

ښاغلي غني په هېواد کې د امنیت پر ښه والي او د ملي امنیتي ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل هر هغه څوک د افغانستان د نظام او ملي ګټو پر خلاف سلاح پورته کوي زموږ دښمن دی.

هغه ووویل:

"زه ستاسو د هغه خادمینو څخه نیم چې د دوست او دښمن توپیر ونشم کولی، هر هغه څوک د چې د افغانستان د نظام پر وړاندې سلاح پر اوږه کوي، زموږ دښمن دی."

د هېواد ولسمشر بلخ ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت ترسره شویو انکشافاتو باندې هم خبرې درلودې او زیاته کړه چې ډېر ژر به بلخ او د افغانستان شمال د منځنۍ اسیا او بحر ترمنځ د ایران له لارې د وصل نقطه وسي او د اسیا په سطح به په یوه نړېوال تجارتي مرکز بدل شي.

همدا راز د بلخ والي عطا محمد نور هم دې غونډې ته خبر وکړې او په تېرو ۱۵ کلونو کې یې په بلخ کې د معارف او لوړو زده کړو په برخه کې د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

نور وویل چې اوس مهال د لوړو زده کړو په مرکزونو کې د هلکانو او نجونو ګډون په مساویانه توګه دی او همدارنګه د بلخ معارف ریاست ۵۰ سلنه معلمین هم ښځې برابروي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د بلخ له ټولو وګړو وغوښتل چې په خپلو ماشومانو دې علمي پانګونه وکړي او په تېره بیا پر نجونو، هغه وویل؛ که هلکان با سواد شوه نسل ته تغییر ورکولی شي خو که نجونو ته د زده کړو زمینه برابر شي د هېواد ۵ نسله د بیسوادۍ څخه ژغورل کېږي.

ښاغلي غني او عطا محمد نور د جمعیت ګوند او ارګ ترمنځ د روانو خبرو اترو په اړه معلومات ورنه کړل، خو د بلخ والي له ولسمشر پر دې مننه وکړه چې هغه یې د بیا ځل لپاره د بلخ والي په توګه مقرر کړی دی او وې وویل چې ډېر ژر به له خپلې دندې استعفا ورکړي.

د بلخ والي همدا راز وویل چې په هېواد کې د تروریستي جګړو دوام د القاعده او طالب جګړه نه ده، بلکې د سیمې او نړۍ په سطح د قدرتمندو هېوادونو نا اعلام شوې جګړه ده.

نور زیاته کړه:

"زموږ په هېواد کې د طالب او داعش ترمنځ جګره د هغوی نه ده، بلکې دا جګړه د سیمې او نړۍ په سطح د لویو قدرتونو جګړه ده."

په پام کې ده، د افغانستان ولسمشر نن ورځ بلخ کې پاتې شي او په دې ولایت کې د حکومتوالۍ له څرنګوالي نظارت وکړي او د اصلاحاتو د راوستولو په برخه کې د خلکو څخه نظر پوښتنه هم وکړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG