د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

داغستان کې د جرم مخنیوي په نوم د نوم لیکني لړۍ په اړه اندېښنې


روسیې د داغستان په جمهوریت کې د بشري حقونو د ګڼو سرغړاویو په لړ کې د هغو کسانو نوم ثبتونه چې چارواکي ګومان کوي د کوم جرم مرتکب به شي یو پراخ او خطرناک سرغړاوي بدله شوې.

د جرمونو د مخنیوي په نوم د نوم لیکنې په دې لړ کې د کم عمره ماشومانو په شمول هغه خلک شاملېږي چې چارواکي یې «د جنايي جرمونو لپاره تمایل لرونکي بولي»

که څه هم په دې ډله کې پخواني مجرمان، د نشه يي موادو روږدي، الکولیک او په کورني تاوتریخوالي تورن کسان شامل دي، خو یو شمېر داسې کسان هم په کې شته چې سوله خوښي او د قانون تابع دي.

د دوی یوازینی جرم دا دی چې د کورنیو چارو وزارت یې د ډېرو وړو شواهدو په ترلاسه کولو د «مذهبي سخت دریځو په نوم» ثبتوي.

د جرمونو د مخنیوي په موخه د احتمالي مجرمانو د نوم ثبتول یوازې په داغستان پورې اړوند نه دي بلکې د راپور په وینا دا پروسه د روسیې د کورنیو چارو فیډرالي وزارت په ۲۰۱۲ میلادي کال کې رامنځ ته کړې چې له مخې په یوه بیروکراتیکه پروسه کې پولیس احتمالي مجرمان معلوموي او نوم یې د دوامدارې څارنې لپاره ثبتوي.

خو په داغستان کې دا بهیر په اصولو کې داسې بیان شوی چې یو کس یوازې هغه مهال د جرمونو د مخنیوي په لېست کې شاملېږي چې د پولیسو مامور ورسره یو په یو لیدنه کې پر دې ډاډمن شي چې دا کس جدي ګواښ پېښولی شي.

خو لیز فولر وايي، په دې جمهوریت دا اصول د مذهبي بنسټ پالنې پر ضد مبارزه کې ډېر کله نقص کېږي.

په ځانګړې توګه د ۲۰۱۵ میلادي کال له اپریل میاشتې راهیسې چې د داغستان د کورنیو چارو وزیر جنرال عبدالرشید محمدوف د مذهبي سخت دریځو د پېژندلو او ثبتولو د بهیر لپاره اضافي لارښوونې ورکړې، دا تدابیر نور هم زیات شوي دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، محمدوف د دې واک نه لري چې دا ډول معیارونه وټاکي له همدې کبله دوی د نوموړې لارښونې غېرې قانوني ګڼي.

راپور وايي، دا چې څوک د جرمونو د مخنیوي په دې لېست کې شاملېږي او په کې د شاملېدو لپاره په څه شي حساب کېږي؟ څرګند نه دي.

له همدې کبله خو ګڼ داغستانیان تر هغې چې پولیسو نه وي نیولي نه پوهېږي چې ګوندې د سخت دریځو په لېست کې د شاملېدو خواته روان دي.

راپور زیاتوي دوی وروسته په عادي توګه د پولیسو مرکزونو ته وړل کېږي او د ګوتو نښې، عکسونه او د ډې این اې نمونې ترې اخیستل کېږي.

هغه څه چې د کورنیو چارو د فیډرالي وزارت په امر کې نه دي یاد شوي.

په ځینو پېښو کې دوی شکنجه کېږي څو له ځینو سخت دریځو مذهبي ډلو سره اړیکې ومني او یا د دوی خلاف تورونه له ځانه جوړېږي.

په راپور کې ویل شوي د داغستان د کورنیو چارو وزارت په لومړي سر کې د نوم ثبتونې دا پروسه د سلفي مسلمانانو لپاره چې د داغستان په وسله والو ډلو کې نفوذ لري پیل کړې وه، خو په دې وروستیو کې د داغستان صوفي مسلمانان چې سوله خوښي خلک دي هم په دې لېست شامل شوي دي.

دا مهال د داغستان د څه کم درې میلونو وګړو د د څلوېښتو څخه تر پنځوس زرو پورې وګړي سلفي مسلمانان دي په داسې حال کې چې ګڼ نور یې د صوفي طریقي پیرو دي.

د بشري حقونو یوه ډلې د ۲۰۱۶ میلادي کال په اوړي کې ویلي وو، د دوی د ماخاچ کلا دفتر هر ورځ لسګونو خلکو ته مشورې ورکوي چې څنګه خپل نومونه د جرمونو د مخنیوي په نوم له ثبت شوي لېست څخه وباسي.

د بشري حقونو د دې ډلې وکیل مراد محمدوف وايي، په هغوی کې چې د مذهبي سخت دریځو په نوم راجستر شوي، ځینې یې اتیسیت یا هغه کسان دي چې پر هیڅ دین باور نه لري.

په راپور کې په دې لړ کې ځینو هغو قضیو ته اشاره شوې چې د داغستان محکمې ته د پولیسو خلاف تللي او یو شمیر کسان توانیدلي چې خپل نومونه د محکمې د حکم پر بنسټ له دې لیست څخه وباسي.

په عین حال کې راپور وايي، کرملین ته نېږدې کس ماکسیم شیوښینکو چې تېرکال یې د روسیې ډوما ته د کاندیدو پر مهال په داغستان کې د جرمونو د مخنیوي لپاره د نوم ثبتولو دا پروسه رد کړې وه، په رسمي توګه د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین غوښتي دي چې د لوی څارنوالۍ دفتر ته دنده وسپاري څو په داغستان کې د پولیسو له خوا د جرمونو د مخنیوي په هدف د خلکو د نوم لیکنې په بهیر کې شوي سرغړاوي وڅېړي.

XS
SM
MD
LG