د لاسرسي لېنکونه

پروشینکو: پر ورونینکو حمله د روسیې له لوري و


د اوکراین ولسمشر پیټرو پروشینکو وايي، په کیف کې د روسیې د پارلمان پر پخواني غړي دنیس ورونینکو نننۍ حمله د روسیې له لوري د "دولتي ترورېزم" حرکت و.

پروشینکو نن پر فېسبوک او ټویټر ولیکل چې دا قتل د روسیې له لوري تروریستي عمل و او د روسیې د ځانګړو خدماتو ادارې چاپ یې پاتې شوی دی.

د پروشینکو په وینا، ورونینکو د سیاسي دلایلو پر اساس، له روسيې وتلو ته اړ شوی و او د اوکراین پر ضد د روسیې د تشدد په مهمو شاهدانو کې و.

دنیس ورونینکو ۴۵ کلن و. هغه تېر کال له روسیې ووت او اوکراین ته ولاړ او د روسیې پر حکومت یې نیوکې پېل کړې.

دنیس ورونینکو نن د اوکراین د پلازمېنې کیف په مرکز کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG