د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

یونېسف: تر ۲۰۴۰ به د نړۍ له هرو ۴ ماشومانو یو د پاکو اوبو کموالي سره مخ وي


یونېسف یا د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي تر ۲۰۴۰ میلادي کال پورې به د نړۍ له هرو څلورو ماشومانو څخه یو د پاکو اوبو له کموالي سره مخ وي.

یونېسف په خپل تازه راپور کې چې د چهارشنبې په روځ خپور شو ویلي وچکالي، د تودوخې د درجې لوړوالی، سېلابونه، د نفوسو زیاتوالی او د ښاري کېدو بهیر د اوبو کموالي ستر سببونه دي.

یونېسف وايي، تر ۲۰۴۰ کال پورې به ۶ سوه میلیونه ماشومان ښايي په داسې سیمو کې وي چې د اوبو محدودې زېرمې به لري.

د یونېسف په تازه راپور کې راغلي چې د اوبو کموالی به د ماشومانو وژونکې ناروغي لکه کورا او نس ناستی زیات کړي.

په راپور کې ویل شوي چې همدا اوس د نړۍ پنځه سوه میلیونه ماشومان په داسې هېوادونو کې دي چې د اوبو له کمښت سره مخ دي.

یونېسف وايي، که د اوبو د ساتلو لپاره نور ګامونه وانه‌خیستل شي نو د نړۍ په سطحه به زیات شمېر نور ماشومان ناپاکو او غیر صحي اوبو څښلو ته اړ شي.

د یونېسف اجرائیوي مشر انتوني لک وايي، د نړۍ په سطحه میلیونونه ماشومان له پاکو اوبو محروم دي چې نه‌یوازې د دې ماشومانو روغتیا له خطر سره مخامخ کوي بلکې ژوند ته‌يې ګواښ ګرځي.

په یونېسف کې د اوبو د چارو سلاکاره سیسیلیا شارپ وايي، د اقلیم بدلون به په راتلونکي کې د اوبو د کموالي او د اوبو پر کیفیت اغیز لرونکی عنصر وي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یونېسف په خپل راپور کې زیاته کړې چې ښځې او نجونې په ورځني ډول دوه سوه ساعته د اوبو په راوړلو تېروي.

یونېسف اټکل کوي چې په راتلونکو کلونو کې به په سیندونو کې د اوبو زیاتوالی د سېلابونو سبب شي چې دا به د ناپاکو اوبو په خپرولو سره ناروغي رامنځته کړي.

یونېسف د پاکو اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره ځیني پیشنهادونه کړي دي.

د ماشومانو د ملاتړ دا اداره وايي، حکومتونه، فابریکې،شرکتونه او ټولنې باید د وچکالۍ، سېلابونو، ښاري کېدو د بهیر او د اقلیم د بدلون لپاره پلانونه جوړ کړي چې د پاکو اوبو خوندیتوب تضمین شي.

حکومتي او غیر حکومتي ادارې باید په پوره وس او توان سره اوبه وساتي او هر کله چې ورته ممکنه وي استعمال شوې اوبه بیا وکاروي.

XS
SM
MD
LG