د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د داعش ضد ائتلافه د افغانستان تمه: د تمویل سرچینې یې باید وچې شي


د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله‎والې ډلې پر ضد له نړیوال ائتلافه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تمه دا ده چې د دې ډلې د تجهیز او تمویل سرچینې پیدا او وچې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"زموږ تمه دا ده چې د ترهګرۍ اصلي جرړو ته چې د افغانستان څخه بهر دي، د ترهګرۍ پر ضد نړیواله مبارزه کې پاملرنه وشي. د ترهګرو اصلي مرکزونه، د دوی ملاتړي او د ترورېستانو د تمویل او تجهیر سرچینې باید په نښه شي او د تړلو او له‎منځه وړلو لپاره‌یې باید لازم فشار راوړل شي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد

د اسلامي دولت نومې وسله‎والې ډلې یا داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف ۶۸ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو دا دوه ورځنۍ غونډه نن واشنګټن ډي سي کې پیلېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې د دې غونډې هدف د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې بحث دی، په ځانګړي توګه د داعش وسله‎والې ډلې د مالي سرچینو، تجهیز او د دې ډلې له‎خوا د کسانو د استخدام په اړه به په دې کنفرانس کې بحثونه او خبرې وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني به په دې غونډه کې افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښ او په دې هېواد کې د نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه وینا وکړي.

امریکا کې مېشت افغان څېړونکی محمد شفیق همدم وايي، د دا ډول نړیوالو غونډو جوړېدل د افغانستان په شمول په بېلابېلو هېوادونو کې د ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه پیاوړې کولای شي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، په دې کنفرانس کې هغه هېوادونه چې کولای شي افغانستان سره د داعش او نورو ترهګرو پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي برخه لري او دا د افغانستان لپاره یو ښه چانس دی چې خپل غږ دوی ته ورسوي.

امریکا کې مېشت افغان څیړونکی محمد شفیق همدم
امریکا کې مېشت افغان څیړونکی محمد شفیق همدم

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به د دې دوه ورځني کنفرانس په څنګ کې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري او همدارنګه به د دې هېواد د ملي امنیت له سلاکار سره هم خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې صلاح‌الدین رباني به د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره هم د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې صلاح‌الدین رباني د سې شنبې په ورځ د امریکا له مخکښ جمهوري غوښتونکي سناتور جان مک‌کېن سره وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې سناتور جان مک‌کېن د افغانستان سره بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د امنیت او ثبات برخو کې د امریکا د همکارۍ دوام ضروري بللی دی.

داعش چې د افغانستان د ختیځو ولایتونو څو ولسوالیو کې پراخ مرکزونه لري، په دې وروستیو کې یې کابل او د افغانستان شمال کې هم د ځینو مرګونو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل تېره اوونۍ ازادي راډیو ته وویل، ډېر هغه کسان چې دا مهال افغانستان کې د داعش تر بیرغ لاندې راټول شوي پخواني طالبان دي او زیاتره‌یې له پاکستانه افغانستان ته اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG