د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸

د نوي تعلیمي کال پیل او په پوهنې وزارت کې شته ستونزې


د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال سبا پنجشنبه پیلېږي
د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال سبا پنجشنبه پیلېږي

د افغانستان د پوهنې وزارت تمه لري چې سبا پنجشنبه به د افغانستان په سړو سیمو کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم شااوخوا یو میلیون ماشومان چې د ښوونځي عمر ته رسېدلي د لومړي ځل لپاره ښوونځیو ته مخه کړي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې نه‌یوازې په نوي تعلیمي کال کې په ټول افغانستان کې ۱۷ زره ۴۰۰ موجودې تعلیمي ادارې پرانیستې وساتي، بلکې د هغو ښوونځیو شمېر هم راکم کړي چې د ناامنیو له کبله تړل شوي دي.

په افغانستان کې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پیلېږي چې د دې هېواد ۱۶ ولایتونو ته لا هم درسي کتابونه نه‎دي رسېدلي چې حکومت کې دننه او له حکومته بهر یې یو لړ انتقادونه راپورته کړي دي.

خو د پوهنې وزارت د نشراتو مسؤل کبیر حقمل وايي، د دفاع وزارت په مرسته به دې ولایتونو ته د یوې بېړنۍ پروسې له لارې په یوه اوونۍ کې درسي کتابونه ورسوي.

د پوهنې وزارت د نشراتو مسؤل کبیرحقمل
د پوهنې وزارت د نشراتو مسؤل کبیرحقمل

ښاغلي حقمل په دې اړه د سې شنبې په ورځ په ارګ کې د پوهنې او دفاع وزارتونو چارواکو سره د ولسمشر اشرف غني یوې غونډې ته په اشارې وویل:

"د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې او جدیت پر بنسټ، دا چې موږ د ټرانسپورتي امکاناتو له مخې له ستونزو سره مخ وو، ولسمشر د پوهنې او دفاع وزارتونو ته جدي لارښوونه وکړه. نن ارګ کې وروستۍ غونډه وه او پرېکړه وشوه چې د ملي دفاع وزارت له ترانسپورټي امکاناتو په استفادې به موږ د شنبې په ورځ هغو ۱۶ ولایتونو ته د درسي کتابونو د استولو چارې پیل کړو چې تر اوسه کتابونه نه‎دي ورسېدلي."

ښاغلي حقمل وویل، په یوه اوونۍ کې به دوی وتوانېږي هغه ولایتونو ته چې لا درسي کتابونه نه‎دي ورسېدلي، کتابونه ورسوي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل همدارنګه وویل، دوی د ژمي بهیر کې وتوانېدل چې ۱۸ نورو ولایتونو ته لا دمخه درسي کتابونه ورسوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت دې چارواکي همدارنګه وویل، د پوهنې وزارت هڅه کوي په نوي تعلیمي کال کې د تړلو ښوونځیو شمېر راکم کړي.

ښاغلي حقمل افغانستان کې د تړل شویو ښوونځیو شمېر تر زرو زیات یاد او ویې‌ویل، دا ښوونځي په لیرې پرتو سیمو کې د ناامنیو له کبله تړلي او یا له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي وویل، که څه هم د تړل شویو ښوونځیو د بیا پرانیستو مسئله د امنیت له ښه کېدو سره تړلې خو دوی له ولسي لارو هم هڅې کوي چې تړلي ښوونځي پرانیستل شي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل همدارنګه ومنله چې لا هم د افغانستان ځینو سیمو کې له یو شمېر ښوونځیو څخه بېلابېل لوري پوځي استفاده کوي، خو د ده په وینا د داسې ښوونځیو شمېر اوس د پخوا په مقایسه څو چنده راکم شوی او له ۲۸ څخه تر ۳۰ پورې داسې ښوونځي شته چې یا ترې پوځي استفاده کېږي او یا نظامي مرکزونو ته نېږدې دي.

ښاغلي حقمل وویل، دوی د افغانستان له امنیتي او دفاعي ادارو او نورو لورو سره کار کوي او هڅه کوي چې د ښوونځیو څخه د نظامي استفادې موضوع په بشپړه توګه پای ومومي.

XS
SM
MD
LG