د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

اف بي ای: د ټرمپ د سلاکارانو او روسي چارواکو اړیکې څېړل کېږي


له تېرو دوو میاشتو راهیسې له کله نه چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشر په توګه کار پیل کړی دی، د امریکا په وروستیو انتخاباتو کې د نوموړي په ګټه د روسيې د لاسوهنې موضوع خورا ګرمه ده.

په دې لړ کې راپورونه خپاره شول چې ایف بي ای یا د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې د ولسمشر ټرمپ له ځینو سلاکارانو پلټنه کړې او له روسي مقاماتو سره يې د هغوی د اړیکو د ادعاوو په اړه ترې پوښتنې کړې دي.

د فډرالي تحقیقاتو د ادارې مشر جېمز کومي پرون د کانګرس د استازو د مجلس د استخباراتو کمېټې ته دا تائید کړه چې دا تحقیقات روان دي.

نوموړي وویل، په دې اړه تحقیقات کېږي چې ایا د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د مسؤلانو او روسي چارواکو ترمنځ ارتباط موجود و؟ که و نو څه بڼه يې درلوده؟ او ایا د ډونالډ ټرمپ د کمپاین او روسيې د هڅو ترمنځ کومه ډول همغږي وه او که څنګه؟

د ایف بي ای مشر دا هم وویل چې نه‎ دی او نه هم د امریکا د عدلې وزارت داسې شواهد لري چې د ولسمشر ټرمپ دا ادعا تائید کړي چې پخواني جمهور رئیس بارک اوباما نیویارک کې د ټرمپ د دفترونو جاسوسي کړې ده.

د فډرالي تحقیقاتو د ادارې مشر جېمز کومي
د فډرالي تحقیقاتو د ادارې مشر جېمز کومي

ښاغلي کامي زیاته کړه:

"د ولسمشر دې ټویټر پیغامونو ته په پام سره چې ادعا کوي پخوانی ادارې د ده ټیلیفوني مکالمې اوریدلي، زه داسې هېڅ معلومات نه‎لرم چې دا ټویټر پیغامونو تائید کړي. موږ په دې اړه په ډېره دقیقه توګه د فدرالي ادارې د تحقیقاتو په اداره کې پلټنه وکړه."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې مارچ میاشت په څلورمه نېټه په خپلې ټویټرپاڼه کې ولیکل چې پخواني ولسمشر بارک اوباما د هغه ټیلیفوني پیغامونه اوریدلي او څارلي يې دي.

د استازو د مجلس د استخباراتو کمېټه د متحده ایالاتو د کانګرس له هغو پینځو کمېټو څخه ده چې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسيې لاسوهنې په اړه تحقیقات کوي.

په همدې حال کې د امریکا د ملي امنیت د ادارې مشر مایک روګرز د ټرمپ د ادارې وروستۍ ادعا چې ویلي یې دي ملي امنیت د بریتانيې له استخباراتو غوښتي و چې د ډونالډ ټرمپ جاسوسي وکړي، په کلکه رد کړه.

د امریکا استخباراتي ادارو په تېره جنورۍ میاشت راپور خپور کړ چې د دوی د اټکل له مخې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو کې د لاسوهنې امر صادر کړی دی.

روسي بیا په وار-وار د امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه رد کړې او ولسمشر ټرمپ او اداره هم دا ردوي چې ګواکې ده او یا دده انتخاباتي کمپاین دې له روسي چارواکو سره کوم ډول غیر مناسب او د نه منلو وړ ارتباطات لرلي وي.

XS
SM
MD
LG