د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

د امریکا کنفرانس کې د داعش ځپلو لپاره پر ګډې مبارزې بحث کېږي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني پرون یکشنبه له داعش سره د مبارزې نړیوال ائتلاف په کنفرانس کې د ګډون لپاره امریکا ته ولاړ.

ټاکل شوې چې دا نړیوال کنفرانس د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې جوړ شي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن به‌یې کوربه وي.

افغانستان به د کنفرانس له هغو ګډون کوونکو وي چې امنیت‌یې په مستقیم ډول داعش له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

په واشنګټن کې په دې کنفرانس کې د داعش پر ضد مبارزې نړیوال ائتلاف د ۶۸ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف په ۲۰۱۴ میلادي کال کې جوړ شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي چې د کنفرانس هدف د داعش د ماتولو لپاره د نړیوالو د ګډې مبارزې پیاوړي کول او چټک کول دي.

د خبرپاڼې په حواله، د کنفرانس ګډون کوونکي به د داعش د همکارانو، فرعي شبکو او مالي سرچینو د بندولو او همداراز په عراق او سوریه کې د دې ډلې د پناه ځایونو د له‌منځه وړلو پر لارو چارو خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني پرون یکشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د واشنګټن په کنفرانس کې د ګډون تر څنګ به د امریکا د کانګرس له یو شمېر غړو او ځیني لوړ رتبه حکومتي چارواکو سره هم د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

صلاح‌الدین رباني زیاته کړه:

"د داعش ضد ائتلاف د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون په هدف امریکا ته سفر لرم، د دغه سفر په لړ کې به په یاده ناسته کې د ګډون تر څنګ د ملګرو ملتونو د سرمنشي، د یو شمېر لوړ پوړو امریکايي چارواکو او د دغه هېواد د کانګرس له غړو سره هم لیده کاته ولرم."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن به په کنفرانس کې پر هغو ستونزو خبرې وکړي چې د امریکا حکومت له نظره، له داعش سره د نړيوالې مبارزې غړي ورسره مخامخ دي.

رکس ټېلرسن.
رکس ټېلرسن.

نیوزویک خپرونه وايي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنورۍ په ۲۸مه په یوه فرمان کې له دفاع وزارت او د ګډو ځواکونو له لوی درستیزه وغوښتل چې د داعش د ماتولو لپاره د ضروري اقدامونو یو ابتدايي پلان ورته وړاندې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې پلان جزئیات لا پټ ساتل شوي دي.

په افغانستان، په ځانګړي ډول په ختیځو ولایتونو کې د داعش د فعالیت د پراختیا له امله اندېښنې د زیاتېدو په حال کې دي.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني نه‌دي ویلي چې د واشنګټن په غونډه کې به په افغانستان کې د داعش د فعالیت او له دې ډلې سره د مبارزې په اړه به پر کومو ټکو ټینګار کوي.

هغه پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغانستان ته ستره ستونزه هغو ترورېستانو پېښه کړې چې ځالې یې په بهرنیو هېوادونو کې دي.

XS
SM
MD
LG