د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

سپینه ماڼۍ وايي د محکمې د حکم په اړه د استېناف غوښتنه کوي


د امریکا حکومت د جمعې په ورځ وویل، دوی به د محکمې د هغه حکم په اړه د استېناف غوښتنه وکړي چې د کډوالو په اړه یې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اجرائیوي فرمان د عملي کېدو مخه نیولې.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، دوی د میریلنډ د سیمه ییزې محکمې د هغه حکم په اړه د استناف غوښتنه کوي چې د کډوالو په اړه یې د ولسمشر ټرمپ د دویم اجرائیوي فرمان د یوې برخې عملي کېدل یې ځنډولي دي.

ولسمشر ټرمپ د مارچ په ۶ مه نېټه د نړۍ د شپږو هېوادونو څخه چې ګڼ وګړي یې مسلمانان دي امریکا ته د خلکو پر سفر موقت بندیز ولګاوه.

د میریلنډ یوې سیمه ییزې محکمې په دې اوونۍ کې د ټرمپ د دې فرمان د هغه برخې عملي کېدل وځنډول چې امریکا ته له دې هېوادونو څخه د کډوالو پر ورتګ د څلورو میاشتو لپاره بندیز لګوي.

خو په هاوای ایالت کې یوې سیمه ییزې محکمې بیا د ولسمشر ټرمپ د دې اجرائیوي فرمان د دواړو برخو د ځنډولو حکم ورکړ چې ورسره د مارچ له شپاړسمې نېټې څخه د دې فرمان عملي کېدلو مخه ونیول شوه.

د ولسمشر ټرمپ دا فرمان همدارنګه د واشنګټن په یوې سیمه ییزې محکمې کې هم ننګول شوی دی.

خو دې محکمې ویلي دوی به په دې اړه ځکه پرېکړه ونه کړي چې د امریکا دوو نورو محکمو لا دمخه پریکړې کړي دي.

د واشنګټن محکمې تر دې مخکې امریکا ته د کډوالو د ورتګ په اړه د یو بل فرمان چې په جنورۍ میاشت کې صادر شوی مخه هم نیولې وه.

هغه فرمان چې اوس یې محکمې چیلینج کوي، د ولسمشر ټرمپ د لومړني فرمان په څېر د یو شمېر هېوادونو لکه ایران، سومالیا، یمن، سوریې، سوډان او لبیا څخه امریکا ته پر سفر موقت بندیز لګوي.

یوازې د عراق نوم چې په لومړني فرمان کې موجود و له دویم فرمان څخه ایستل شوی دی.

همدارنګه په مخکني فرمان کې له بندیز لګېدلي هېوادونو څخه امریکا ته د هغو کسانو پر ورتګ هم بندیز لګېدلی و چې امریکا کې یې د استوګنې قانوني اسناد لکه ګرین کارډونه او ځانګړې ویزې لرلې.

خو په دویم فرمان کې دا خلک چې امریکا د استوګنې قانوني اسناد ولري له بندیز ایستل شوي دي.

هغو قاضیانو چې په میریلنډ او هاوای ایالتونو کې یې د شپږو مسلمان مېشتو هېوادنو څخه امریکا ته د خلکو د سفر په اړه د ولسمشر ټرمپ د فرمان د ځینو برخو عملي کېدل ځنډولي، وايي د دې فرمان تر شا غېرې قانوني توکمېزې او مذهبي انګیزې ویني.

د هاوای د محکمې قاضي ډیریک واټسون ویلي"د ډونالد ټرمپ په دې اعلامیه کې هیڅ قانوني نه شته، ټرمپ د امریکا متحدو ایالتونو ته په بشپړه توګه د مسلمانو د ورتګ د مخنیوي غوښتنه کوي."

خو ولسمشر ټرمپ وايي، دا اقدامات د ترهګرو بریدونو څخه د امریکا د خوندیتوب لپاره ضرور دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر د جمعې په ورځ وویل چې حکومت به د میریلنډ د سیمه ییزې محکمې د دې ناسم حکم په اړه چې د دې اجرائیوي فرمان مخه یې نېولې د استېناف غوښتنه وکړي.

خو دوی سمدستي د هاوای د سیمه ییزې محکمې د حکم په اړه د استېناف غوښتنه نه کوي.

قانونپوهان وايي، ښايي د ټرمپ اداره ځکه غواړي چې لومړی د میریلنډ د محکمې حکم چیلینج کړي چې د ویرجینیا په ریچمونډ کې د استېناف د محکمه کې محافظه کاره قاضیان د امریکا د لوېدیځ ساحل د استېناف د محکمو په مقایسه زیات دی او ښايي د ټرمپ له ادارې سره خواخوږي ولري.

XS
SM
MD
LG