د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د خبریالانو نیولو له امله پر حکومت د ایران د پارلمان ځینو غړیو انتقاد


د ایران د پارلمان دوو مهمو غړیو پر حکومت د خبریالانو، مدني فعالانو او ټولنیزو رسنیو د کارونکو د نیولو له کبله انتقاد کړی.

د ایران د پارلمان یوه اصلاح غوښتونکي غړي محمد صادقي په مستقیمه توګه د ایران د سپاه پاسداران قوماندان ته لیک لیکلی دی.

په دې لیک کې له محمد علي جعفري غوښتل شوي چې له سیاست دې ځان لرې وساتي.

د ښاغلي صادقي په دې لیک کې قوماندان محمد علي جعفري ته په خطاب کې ویل شوي چې د تیلیګرام د ټولنیزې شبکې مدیران چې د ایران له اصلاح غوښتونکو سره نېږدې اړیکې لري، ظاهراً د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک یا سپاه پاسدران د استخباراتو له خوا نیول شوي.

صادقي لیکلي چې دا ډول پېښو په ایراني ټولنه کې د اندېښنې یوه څپه راپورته کړې.

په وروستیو ورځو کې د ټیلیګرام ټولنیزې شبکې یو شمېر چلونکي چې د اصلاح غوښتونکو او د ایران د ولسمشر حسن روحاني ملاتړ یې کاوه نیول شوي دي.

همدارنګه د احسان مازندراني او مراد سقفي په نومونو دوه نور یاد ایراني خبریالان هم د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.

بل خوا پرون د اصلاح طلبانو یوې خپرونې راپور ورکړ چې د هاشمي رفسنجاني چې د ایران د اسلامي انقلاب له پیلونکو څخه دی، لور فایزه هاشمي په شپږ میاشتې بند محکومه شوې ده.

فایزه هاشمي چې د ایران قضایه ځواک یې په فساد تورن کړی و، د دروغ خپرولو په جرم محکومه شوې.

نوموړې د ۲۰۰۹ میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په بهیر کې د اپوزېسیون د مشر میرحسین موسوي له مخکښو پلویانو څخه وه.

فایزه هاشمي تر دې مخکې هم د هغه څه په جرم چې «د عامه ذهنیتونو ګډوډول» بلل شوي وو شپږ کاله زندان تېر کړی دی.

د هغو کسانو په منځ کې چې د رسنیو د فعالانو د نیولو په خاطر یې د ایران پر حکومت سخت انتقادونه کړي علي مطهري هم شامل دی.

علي مطهري د ایران د پارلمان غړی او له منځلارو محافظه کارو څخه دی.

نوموړي د ایران د استخباراتو وزیر ته خبرداری ورکړی چې که د ورستیو نیونو په اړه معلومات ورنه کړي په پارلمان کې به یې د استیضاح غوښتنه وکړي.

په داسې یو وخت کې د رسنیو د فعالانو نیول کېدو په ایران کې ډېر انتقادونه راپورته کړي.

ځکه دوه میاشتې وروسته په ایران د ولسمشرۍ انتخابات کېږي او همدا رسنايي فعالان تر یو حده کولی شي د انتخاباتو پر نتایجو اغېز ولري.

XS
SM
MD
LG