د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

صدیق: د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت ساتل شوی


د افغانستان بانک مسؤلین ډاډ ورکوي چې دغه بانک د افغانیو ازرښت د بهرنیو اسعاروپر وړاندې ثابت ساتلی دی.

یاد مسؤلین وايي، په هېواد کې د نا امنیو، اقتصادي ستونزو او په سیمه او نړۍکې له سیاسي بدلونونو سره سره، دغه بانک توانېدلی چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت وساتي او په کورني مارکېټ کې د موادو د بیو بې حده لوړېدل کنټرول کړي.

د افغانستان بانک رئيس خلیل صدیق د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د بانکونو عالي شورا په خپلې وروستۍ ناسته کې، د افغانستان بانک فعالیتونه د بانکدارۍ له معیارونو سره سم ګڼلي دي.

ښاغلي صدیق په تېر او روان کال کې یو د بل پر وړاندې د افغانۍ او امریکايي ډالرو د ارزښت په هکله وویل:

د افغانستان بانک رئیس خلیل صدیق.
د افغانستان بانک رئیس خلیل صدیق.

"مرکزي بانک په یو دقیق مالي حالت کې دی او د هېواد پولي وضعیت خوندي دی، تېرکال افغانیو د ډالرو پروړاندې خپل ارزښت شا اوخوا دوه فیصده او د یورو پروړاندې پنځه فیصده زیات کړی او په نوي کال کې د ډالرو پروړاندې د افغانیو په ارزښت کې شااوخوا دوه فیصده تنقیض راغلی دی."

ښاغلی صدیق یې لاملونه په هېواد کې ځینې شرایط او وختونه یادوي، لکه د نوروز ورځې، حج ته د افغانانو تګ او داسې نور چې د پیسو راکړه ورکړه په کې زیاته او بهرنیو اسعارو ته اړتیا پیدا کېږي.

​د افغانستان بانک رئیس دا هم وویل، سره له دې چې په مارکېټ کې د موادو بیې د اقتصاد بازار د پالیسو له مخې ټاکل کېږي خو افغانستان بانک توانېدلی چې د موادو د بیو د بې حده پورته کېدو مخه ونیسي.

د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې اوس په افغانستان کې د موادو اړوند انفلاسیون شااوخوا څلورفیصده دی چې د سیمې د هېوادونو په پرتله څو برابره کم دی.

د افغانستان بانک رئیس ډاډ ورکړ چې د موادو د بیو او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت کښته پورته کېدل موقتي دي.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو پوه سیف الدین سیحون د افغانستان بانک له راپور سره موافق نه دی وايي چې افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر و ړاندې خپل ارزښت بایللی او د موادو بیې هم لوړې شوي دي.

سیف الدین سیحون.
سیف الدین سیحون.

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي پیسو او بهرنیو اسعارو ترمنځ اړیکه، ورځ په ورځ د ملي پیسو په زیان روانه ده او دا واقعیت نه لري چې افغانۍ ثبات لري، د افغانیو د ارزښت د خوندیتوب لپاره یو ثابت سیاست نه شته بلکې اوسنی سیاست لڼد مهاله او ماتېدونکی دی."

ښاغلي سیحون د هېواد اقتصادي وده او د بهرنیو اسعارو پروړاندې د افغانۍ د ارزښت خوندیتوب، د کورنیو تولیداتو او بهرنۍ سوداګرۍ په پراختیا پورې تړلې ګڼي.

د ده په خبره اوسمهال دغه دواړه برخې لازم پرمختګ نه لري.

خو افغان چارواکي وايي، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختیا لپاره پلانونه ترتیب شوي او د عملي کېدو په حال کې دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG