د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۸

د ډونالډ ټرمپ د بودجې طرحې سخت غبرګونونه پارولي دي


د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بودجې په وړاندې شوې طرح کې پر نورو برخو سربېره د هغې ونډې پر کمېدو اندیښنې ښودل شوي چې متحدایالات یې ملګرو ملتونو ته ورکوي.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس خبرداری ورکړی چې د دې مالي وجهې ناڅاپي کمول به په دې سازمان کې د اوږد مهالو اصلاحاتو پر هڅو ناوړه اغیز وکړي.

ولسمشر ټرمپ وړاندیز کړی چې د ملګرو ملتونو د سولې په نړیوالو عملیاتو کې به د امریکا ونډه کمه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې سفیر فرانسوادیلاتر وویل چې نننۍ نړۍ ځواکمن ملګرو ملتونو او نړیوالو مسایلو ته یوې ژمنې امریکا ته اړتیا لري او زیاته یې کړه، د امریکا شاته کېدل هغه ګواښ رامنځ ته کولای شي چې نړۍ به د نورې بې ثباتۍ خوا ته بوځي.

د ملګروملتونو او د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې ډېره برخه لګښتونه امریکا ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله نیشا بیسوال وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوال پرمختګ د ادارې په لګښتونو کې څه کم ۱۱ میلیارد ډالر کمښت یو غیر مسؤلانه عمل دی او د بې ثباتۍ باعث کیدای شي.

مېرمن بیسوال پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د امریکا پر بهرنیو او کورنیو پالیسیو د دې اقدام اغېزې به خورا زیاتې وي.

دوو جمهوري غوښتونکو سناتورانو چې د ولسمشرۍ انتخاباتو کې یې له ښاغلي ټرمپ سره سیالي کوله هم د بهرنیو چارو وزارت د بودجې د کمښت او برعکس د پوځي بودجې د زیاتولو له طرحې سره مخالفت څرګند کړی دی.

سناتور مارکو روبیو وویل چې نړیوالې مرستې د چندې په معنی نه دي او سناتور لیندسي ګراهام وویل، د پوځي بودجې زیاتول د امریکا د ملي امنیت په بیه تمامیدای شي.

د استازو جرګې یوه غړي هال راجرز بیا وویل، د ملي ګټو دفاع یوه هر اړخېزې تګلارې ته اړتیا لري.

د ده په وینا د پوځي اقداماتو د پوره کارولو ترڅنګ باید له هغو ډپلوماټیکو لاروچارو څخه هم کار واخیستل شي چې د امریکا په واک کې دي.

ویل کېږي چې ان ځینې جګپوړي پوځي چارواکي هم د ښاغلي ټرمپ د بودجې له طرحې څخه راضي نه دي.

د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ملي امنیت سلاکار سټیفن هډلي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، د عراق او افغانستان له جګړو مو دا زده کړل چې موږ داسې ملکي شریکانو ته اړ یو چې دایمي ثبات ټینګ کړي.

د هډلي په وینا یوازې دوامداره سوله به په دې جګړه ځپلو هېوادونو کې د ثبات ضامنه وي او د تروریستانو د ځالو د رامینځ ته کیدو مخه به ونیسي.

خو د امریکا د بهرنیوچارو وزیر ریکس ټېلرسن د نوې بودجې د طرحې ملاتړ کړی او ویلي یې دي، دا پریکړه په لږو پیسو د زیات او اغیزمن کار امکان برابروي.

XS
SM
MD
LG