د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۳

د هالنډ راتلونکو ټاکنو کې د افراطي ملتپالو ګوند ګټونکی ثابت شي


د هالنډ په پارلماني انتخاباتو کې د ازادۍ او ډموکراسۍ لپاره د خلکو حاکم ګوند د مسلمانانو او کډوالو د مخالف ګوند په وړاندې بریالیتوب ترلاسه کړ.

د صدراعظم مارک روټ د ازادۍاو ډموکراسۍلپاره د خلکو ګوند چې د ۲۰۱۲ میلادي کال په انتخاباتو کې یې ۴۱ څوکۍ ګټلې وې دا ځل د ۳۳ څوکېو په ګټلو بریالی شو، خو افراطي ملتپالو ویلي دي چې په بل ځل انتخاباتو کې به حتما دوی بریالي کېږي.

په داسې حال کې چې اروپا کې د کډوالو په وړاندې منفي احساسات په زیاتیدو دي، هالنډ کې دېره افغانان د افراطي ملتپالو په وړاندې د حاکم ګوند د بریا په اړه څه نظر لري.

احمدتکل په دې اړه په هالنډ کې له میشت افغان کارپوه ادریس خلیل سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي دي چې ایا په بل ځل انتخاباتو کې د افراطي ملتپالو د بریا چانس شته؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG