د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

چین او سعودي عربستان د ۶۵ میلیارډو ډالرو قراردادونه لاسلیک کړل


چین ته د سعودي عربستان د پادشاه سلمان بن عبدالعزیز ال سعود د سفر په پیل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۶۵ میلیارډو ډالرو قراردادونه لاسلیک شول.

د سعودي عربستان پادشاه سلمان بن عبدالعزیز آل سعود چې دوه کاله مخکې یې د خپلې واکمنۍ د پیل سره په اقتصادي اصلاحاتو لاس پورې کړ د اسیا هېوادونو ته په یوه میاشتني سفر وتلی دی.

پادشاه سلمان بن عبدالعزیز او ورسره لوی پلاوی د هغو یو شمېر هېوادونو په لیدو بوخت دي چې اقتصاد یې ډ‌ېر ګړندی پر مخ روان دی او سعودي عربستان څخه تیل واردوي.

ریاض دغه هېوادونه په سعودي عربستان کې پانګې اچونې ته رابلي او دیته يې هم هڅوي چې د تیلو دولتي کمپنۍ ارامکوکې اسهام راونیسي.

سعودي عربستان وروسته له‎دې چې د تیلو ځیني بازارونه یې روسیې ته وبایلل تېرکال یې چین ته چې د نړۍ د تیلو دوهم لوی بازار ګڼل کېږي د خپلو صادراتو اندازه اوچته کړه.

د چین جمهور رئیس کسی ین پینګ خپل میلمه پادشاه سلمان بن عبدالعزیز ته د هرکلي پر مهال وویل چې بیجنګ څخه يې لیدنه څرګندوي چې ریاض چین سره خپلو اړیکو ته اهمیت ورکوي.

د چین ولسمشر
د چین ولسمشر

هغه وویل:

"د دغه سفر په نتیجه کې به د دواړو هېوادونو اړیکې ښې او پرمخ ولاړې شي او ګټه به ورکړي."

چین سره له‎دې چې د منځني ختیځ په تیلو تکیه دی خو د سیمې په شخړو کې یې معمولاً دومره لوی رول نه‎دی لوبولی.

خو بیا یې هم هلې ځلې کړي چې د سوریې د شپږ کلنې کورنۍ جګړې د ختمولو لپاره ونډه واخلي.

ریاض د سوریې د رژیم د مخالفینو ملاتړ او ټینګار کوي چې جمهور رئیس بشارالاسد باید واک پریږدي. خو بیجنګ د سوریې جګړه کې د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کړی دی.

تېرکال چین د یمن حکومت چې ریاض او د خلیج عربي هېوادونه یې په خوا دي او د حوثي یاغیانو په وړاندې جنګیږي ملاتړ وکړ.

د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ژانګ مینګ وویل چې د جمهور رئیس کسی ین پینګ او پادشاه سلمان ترمنځ غونډه کې د سوریي او یمن وضعیت هم وڅېړل شو او دواړه مشرانو دا ومنله چې دغه شخړې باید د خبرو له لارې حل شي.

تهران او ریاض په سیمه کې یو بل سره سیالي لري.

بیجنګ چې له تهران سره هم نېږدې اړیکې لري ریاض سره خپلو روابطو کې له احتیاطه کار اخلي.

د چین جمهور رئیس تېر کال د ایران او سعودي عربستان دواړو لیدنه وکړه.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو هم راتلونکې اوونۍ چین ته ځي.

په بیجنګ کې د یوه لوی اسلامي هېواد ډپلوماټ چې ځان نه دی معرفی کړی د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې چین د امریکایانو او اروپایانو په څير په منځني ختیځ کې تاریخي بارونه نه‎لري نو په سیمه کې د یوه مخلص منځ‎غړي رول لوبولای شي.

د سعودي عربستان پادشاه چې د یو نیم زرو چارواکو او سوداګرو لوی پلاوی یې ملګری دی د اسیا ختیځ د خپل سفر په ترڅ کې د اندونیزیا، مالیزیا ، برونای او چاپان لیدنه کړې او له چین وروسته مالدیف ته ځي.

XS
SM
MD
LG