د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۱

ټوسک: پر هالنډ د اردوغان تورونه له حقیقته لېرې دي


د اروپايي شورا رئيس، پر هالنډ د ترکيې د ولسمشر هغه تورونه چې وايي، په کې فاشيستي نظام دی، له حقيقته لېري بللې دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پر هالنډ تور پورې کړ چې د نازيانو او فاشيستانو پاتې شوني دي.

دا وروسته له هغه چې هالنډ پر دوو ترکي وزيرانو بنديزو ولګاوه چې په روټرډام کې يې غوښتل يې په ترکيه کې د ولسمشر اردوغان د قدرت زياتولو لپاره د ټولپوښتنو د برخې په توګه هالند کې د ترکانو رأيې جلب کړي.

د چهارشنبې په ورځ د اروپايي شورا رئيس ډونالډ ټوسک اروپايي پارلمان ته وويل:

"هالنډ اروپا ده او نن زه غواړم ووایم چې اروپا هالنډ ده، هغه ځای چې د ازادي او ډموکراسۍ ټاټوبی دی. روټرډام هغه ښار دی چې نازیانو په بشپړه توګه ويجاړ کړ او اوس يې هغه کس والي دی چې په مراکش کې زېږېدلی وو. که څوک په روټرډام کې فاشيزم ويني، له حقيقته به په بشپړه توګه لېرې دي."

د ټوسک خبرې په داسې حال کې دي چې د هالنډ پارلماني انتخاباتو ته د پناه غوښتونکو پر ضد د احساساتو د امتحان په سترګه کتل کېږي.

د ټوسک له خبرو سره په همږغۍ د اروپايي کمېسيون رئیس جين کلاود يونکر اروپايي پارلمان ته وويل چې د اردوغان په خبرو شوک شوی دی.

نوموړي وویل:

"زه شوک شوم چې له ترکيې څخه د هالنډ، جرمني او نورو هېوادونو په اړه داسې خبرې راځي. زه به هېڅ کله دا ونه منم چې نازیان او حکومتونه دې سره پرتله شي."​

يونکر وويل چې د ده هېواد لوګزامبورګ هم د نازيانو له خوا نيول شوی وو او خلک په کې ځپل کېدل.

ده وويل چې د هغه وخت او اوسني وخت پرتله په هېڅ صورت کې نه شي کېدای او دا خبره د منلو وړ نه ده.

اردوغان د سې شنبې په ورځ پر هالنډ په ۱۹۹۵میلادي کال کې په بوسنيا کې د ډله يېزې وژنې ناسم تور هم پورې کړ.

اصلاً په ملګرو ملتونو کې د هالنډ سوله ساتو ځواکونه په بوسنیا کې تر حملو لاندې راغلي وو او هغوی نه وو توانېدلي چې د بوسنيايي سرب ځواکونو له خوا د زرګونو بوسنيايي مسلمانانو د ډله يېزې وژنې مخه ونيسي.

XS
SM
MD
LG