د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۴

د عدلیې وزارت کارکوونکو ته د ولسمشر غني خبرداری


جمهور رئیس غني وايي، هغه چا چې د عدلیې وزارت د حقوقو اړوند کارونو کې ناغېړي کړې وي له دندو به لیرې شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د اقتصادي ثبات، امنیت، سولې او ګڼو نورو کارونو د ترسره کېدو لپاره پر پیاوړي عدلي او قضايي نظام ټینګار کوي.

ښاغلي غني چې د چهارشنبې په ورځ د سترې محکمې عالي قضايي سمینار ته خبرې کولې وویل چې د عدلي او قضايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره مهم اقدامات شوي او هېڅ‌چا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د دغو بنسټونو خپلواکۍ ته صدمه ورسوي.

ولسمشر دې غونډې ته وویل چې د محکمو د پرېکړو د عملي کېدو پر وړاندې د عدليې وزارت د حقوقو د ادارې یا پولیسو درېدل د منلو وړ نه‌دي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د عدليې وزارت او نورو اړوند ادارو څخه غواړم چې ماته څلور میاشتني واضح جدولونه وړاندې کړي او هر چا چې ناغېړي کړې وي هغه نور زموږ په عدلي او قضايي بنسټونو کې ځای نه‌لري او جناب وزیر صاحب چا چې د عدليې وزارت د حقوقو په اداره کې بې‌پروايي کړې وي له کاره لیرې کېږي، د عدالت د نه‌تطبیق په برخه کې یوه د حقوقو اداره ده چې ماته د منلو وړ نه‌ده."

جمهور رئیس غني د قضا د قانون حاکمیت او عدالت د ټينګښت تر نامه لاندې جوړ شوي دې سمینار ته یو ځل بیا هغه ژمنه تازه کړه چې د قضا او څارنوالۍ خپلواکي ساتي، نه خپله او نه بل چا ته د دوی په کارونو کې د مداخلې اجازه ورکوي.

دې سمینار ته چې د تېرو څلورو ورځو راهیسې په کابل کې جوړ شوی و د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو څخه لسګونه قاضیان رابلل شوي و.

د قاضیانو د معلوماتو له مخې په دې سمینار کې دوی ته د جذايي مواردو، مدني حالتونو، د سوداګرۍ د مقرراتو، د مخدره توکو او د فساد ضد اړوند نوي معلومات ورکړل شوي دي.

له دې سره د افغانستان د سترې محکمې رئیس سید یوسف حلیم دې غونډې ته وویل، سترې محکمې نوې مقررې چې اداره د قانون د حاکمیت په لوري بیایي چمتو کړي او هڅه کېږي چې د قانون د حاکمیت په برخه کې پرتې ستونزې له‌منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړه:

"سترې محکمې وکولای شول چې له ۴ میاشتو زیار او هڅو وروسته مقررات، لایحې او مسلکي لارښوونې چې د قاضیانو او محکمو د کار مرستندوی دي او اداره د قانون‌مداري په لوري بیايي تنظیم کړي او تر دقیقو څېړنو او ډېر غور وروسته نن د سمینار د عمومي غونډې له لوري تصویب شو."

ښاغلی حلیم وايي، ستره محکمه نه‌پرېږدي چې د اصلاحاتو پروګرامونه یوازې د کاغد پر مخ پاتې شي بلکې عملي کېدل به‌یې وڅاري.

جمهور رئیس غني او ستره محکمه داسې وخت د کارونو چټکتیا، شفافیت او د قانون پر حاکمیت ټینګار کوي چې د چارو کارپوهان او د ملي شورا ځيني غړي وايي، د عدلي او قضايي ارګانونو پڅو اقداماتو د حکومت پر وړاندې د خلکو باور کم کړی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG