جرمني ته په تېرو دوو کلونو کې د ورغلو ټولو کډوالو او پناه غوښتونکو په سلو کې شااوخوا ۱۴یې په دې هېواد کې کارونه پیدا کړي دي.
دې هېواد ته د ورغلو شااوخوا ۱،۲ میلیونه کډوالو ډېره برخهیې د سوریې، عراق او افغانستان اتباع دي.
د روېټرز خبري آژانس د راپور له مخې اکثره کډوال په کمپنیو کې د مسلکي کارکوونکو د خلا د ډکولو په هدف نه بلکې د ټولنیزو دلایلو له امله په کارونو ګومارل شوي دي.
په هغې سروې کې چې د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ د ټولنې لهخوا ترسره شوې او پهکې د جرمني ۲۲۰۰ کار فرمایانو ګډون کړی، څه باندې درې پر څلورمه برخه ګډونوالو ویلي چې دوی په ورځنیو کارونو کې له دغو نویو استخدام شویو سره ډېر لږ مشکلات لري.
د جرمني په ژبه سم نهپوهېدل، د مهارتونو نشتوالی، د کار مختلف عادات او په جرمني کې د پاتې کېدو په اړه د دوی یو نامبهم حالت د دغو کډوالو عمدي ستونزې بلل شوي دي.
د راپور له مخې د کار بازار ته د اصلي جرمنیانو د داخلېدو بهیر مخ په ورو کېدو دی ځکه د جرمني نفوس مخ په زړښت دی چې ورسره په ټولنه کې ډموګرافیکه یا د وګړو خلا رامنځته کېږي چې د کارپوهانو په وینا یوازې کډوالیې ډکولای شي.
د جرمني د ټولنیزو چارو وزیرې اندریا نالېس "Andrea Nahles" برلین کې په یوه کنفرانس کې وویل چې دا د نن ورځې نه بلکې د سبا يا هم ښایي د بل سبا کاري قوه وي.
جرمني کې د بېکارۍ کچه په سلو کې ۵،۹ ده چې دا له ۱۹۹۰ میلادي کال راهیسې په دې هېواد او هم د دغې ټولنې په غړو کې د بېکارۍ تر ټولو ټیټه کچه ده.
دغې ټولنې ویلي جرمني چې نړۍ کې د کار د بازار له پلوه د نویو ورتلونکو کډوالو لپاره تر ټولو محبوب ځای بلل کېږي شرکتونو تهیې پهکار ده چې هغوی ته د مسلکي مهارتونو لپاره روزنه ورکړي څو د استخدام د دوام مسئلهیې یقیني شي.