د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

بلوچستان کې نن چهارشنبه سرشمېرنه په کلک امنيت کې پيلېږي


پاکستان کې کېدونکې شپږمه سرشمېرنه او کور شمېرنه سر له نننه بلوچستانه کې پيلېږي چې لومړى پړاو به‌يې د مارچ له ۱۵مې د اپرېل تر ۱۵مې دوام ولري او په نتيجه کې به‌يې د ۱۵ سيمو سرشمېرنه او کور شمېرنه وشي.

د بلوچستان د سرشمېرنې د ادارې مشر محمد اشرف وايي، سرشمېرنې ته‌يې بشپړه تياري کړې او د ايالت ټولو سيمو ته‌يې د سرشمېرنې اړوند مواد او سرشمېرونکي لېږلي دي.

نوموړی وايي:

"انتظامات مو بشپړ دي او څه ستونزه نه‎شته، زموږ ډلې به د پوځ، لېويز او ملېشه سرتېرو تر امنيتي څارنې لاندې کار کوي، لومړى درې ورځې به کورشمېرنه کېږي، بيا به لس ورځې سرشمېرنه کېږي او په وروستيو ۱۴ ورځو کې به هغه خلک چې کورونه نه‎لري، شمېرل کېږي."

بلوچستان کې سرشمېرنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د بلوڅو اکثر ملت‌پال ګوندونه د سرشمېرنې د شفافيت په اړه اندېښنه لري او ګومان کوي چې دلته مېشت افغان کډوال به هم له ځايي خلکو سره وشمېرل شي او بلوڅان به په اقليت بدل شي.

دوى غوښتنه کوله چې سرشمېرنه دې د افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو تر وخته وځنډول شي.

دې ته په پام د بلوچستان نېشنل ګوند د يوې عريضې په اړه د بلوچستان اعلى محکمې د سې شنبې په ورځ يو فرمان صادر کړ چې بلوچستان کې د افغان کډوالو په شمول نور بهرني اتباع دي په سرشمېرنه کې نه‌شاملېږي او هغه بلوڅان دې وشمېرل شي چې د جګړو له امله بې‌کوره شوي دي.

هلته بېګا شپه د ايران پولې ته نېږدې له اواران سيمې وسله‎والو درې تنه هغه سرکاري ښوونکي تښتولي چې سرشمېرنه به‌يې کوله.

پوليس چارواکي دغه ښوونکي د اواران ګشکور سيمه کې د سرشمېرنې د ادارې له‎خوا له يوه روزنيز ورکشاپه خپل کور ته روان وو چې ناڅرګندو کسانو د وسلو په زور تښتولي او لا هم نادرکه دي.

د دغو درېيو تنو د تښتونې مسؤليت تر اوسه کومې وسله‎والې ډلې نه‌دى منلى، خو د خپلواکي غوښتونکو بلوڅو يوه وسله‎وال سازمان ګواښ کړى چې د سرشمېرنې پر ډلو به حملې وکړي.

د يادونې وړ ده چې پاکستان کې دغه سرشمېرنه ۱۹ کاله وروسته کېږي چې ١٤ ميليارده کلدارې بودجه ورته ځانګړې شوې ده.

د دې سرشمېرنې د امنيت لپاره په ټول پاکستان کې ۲۰۰ زره پوځي، نيمه پوځي او پوليس سرتېري په دنده ګومارل شوي دي چې له هغوى څخه اووه زره پوځي سرتېري به په بلوچستان کې د سرشمېرنې امنيت ساتي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG