که څه هم هلمند کې د میوند ۱۷ په نوم دغه عملیات اوونۍ وړاندې پیل شوي دي،خو خلک وايي، ډېر پرمختګ نهلري.
د هلمند چارواکي وايي، د ملکي او نظامي تلفاتو د مخنیوي په خاطر نهغواړي عملیاتو کې عجله وکړي.
د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د نادعلي د عملیاتو سیمې ته تللی دی، خو د پولیسو مسؤلینو نه د وېډیو اجازه ورکړې او نهيې هم مرکه ورسره کړې ده.
ښاغلی داعي وايي، د لښکرګاه په درېیمه امنیتي حوزه کې ډزې کمې شوې دي او کرار کرار د خلکو ژوند مخ په عادي کېدو دی.
نور راپور دلته: