د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

ویسا: د سهامي شرکت شعار چې معکوس عملي شو


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسمشر له خوا د نوېو مقررېو په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپلې سرمقاله ته دا نوم ورکړی، د سهامي شرکت شعار چې معکوس عملي شو.

ویسا لیکي:

ولسمشرغني د انتخاباتي کمپاین پرمهال په خپلو ویناوو کې دا خبره ډېره تکراروله چې له حکومته به هېڅکله هم سهامي شرکت جوړ نه‎کوي، خو د سرمقاله لیکونکي په وینا که اوس د ښاغلي غني د ګمارانو او د واک په ویش کې یې د حکومت بڼې ته ځیر شو، له ورایه ښکاري چې ښاغلي غني له حکومت نه داسې سهامي شرکت جوړ کړی چې په سوداګریزو شرکتونو کې به یې ساری ونه لیدل شي.

په سرمقاله کې راغلي چې د دې کار زیان تر ټولو زیات په‎خپله دولت ته رسېږي، ځکه ولس ته اعتبار بایلي او په خپلو ژمنو کې وفادار نه ثابتېږي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې په دې اړه لیکلي، ولسمشرۍ ماڼۍ په یو تازه اقدام کې په یو شمېر وزارتونو کې نوې مقررۍ کړې دي خو د سرمقاله لیکونکي په وینا په امنیتي او دفاعي چارو کې د اصلاحاتو برخه کې د دولت د وزیر په توګه د امرالله صالح ټاکل بحثونه رامنځته کړي.

په سرمقاله کې راغلي یو شمېر په دې نظر دي چې په دې سره به امنیتي وضعیت ښه او امنیتي ځواکونه به هدفمند شي خو ځینې نور بیا د ښاغلي صالح لپاره دغه رامنځته شوی پوست نمایشي ګڼي.

سرمقاله لیکونکي دغې ټاکنې ته د معاملې نوم هم ورکړی، ځکه د ده په باور د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون د رئیس په توګه د نادر نادري له تقررۍ سره اجرائیه رئیس مخالف و او دا چې امرالله صالح د ښاغلي عبدالله له پلویانو څخه دی نو دا یو ډول معامله ښکاري.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په دې اړه لیکلي چې یو شمېر وروستۍ ټاکنې جدي ستونزې لري، د سرمقاله لیکونکي په وینا دغه ستونزې قانوني او اداري او هم سیاسي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې افغانستان کې وزارتونه او ادارې د اړتیا پر اساس نه بلکې د اشخاصو د غوښتنو او د هغوی د واکمنۍ لپاره جوړېږي.

دولتي ورځپاڼو بیا یو شمېر نورو موضوعات راخیستي، لکه د افغانستان متحدین دې د سیمې او پاکستان دوه ګونو لوبو ته پام وکړي، قضایه قوه باید د مصلحت او فشار تابع نه وي، د انتخاباتو په اړه او ګڼ نور موضوعات خو په دې اړه یې په خپلو پاڼو کې څه نه‎دي لیکلي.

XS
SM
MD
LG