د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۳

هېواد: کشفي او استخباراتي لیکې دې د دښمن له نفوذي کسانو پاکې شي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په کابل کې پر سردار محمد داوود خان روغتون د تېرې اوونۍ د وسله والې حملې په اړه یو شمېر مطلب لیکلي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د شهید سردار محمد داوود خان پر روغتون برید یو ځل بیا د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه په لوړه کچه اندېښنې راپورته کړې.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، له دې برید سره روښانه شوه چې زموږ کشفي او امنیتي ادارې له ټولو ادعاوو سره ـ سره د داسې بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي.

سرمقاله لیکونکي پر حکومت تند انتقاد کړی او ویلي یې دي چې حکومت له بد امنیو نیولې تر نورو سیاسي او اقتصادي ستونزو پورې د ولس د هیلو په تول پوره نه دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د اندېښنې مسئله دا ده چې پر افغانانو دا ډول بریدونه دښمن د خپلو نفوذي کسانو په مرسته کوي.

د سرمقاله لیکونکي په حواله، دا برید هم د دښمن د هغو کسانو کار و چې له پخوا یې د سردار محمد داوود خان په پوځي روغتون کې ځای پر ځای کړي و او دا روغتون یې د برید موخه ګرځولې وه.

په سر مقاله دا هم راغلي چې د افغانستان حکومت او د ملي امنیت ریاست باید په استخباراتي او کشفي لیکو کې د دښمن نفوذي کسان په نښه او یادې لیکې ترې پاکې کړي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه چې داعش وسله والې ډلې د دغه برید مسؤلیت پر ځان منلی په خپله سرمقاله کې لیکلي، د افغانستان دفاع وزارت چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې پر روغتون برید وشو په وارـ وار سره دا شعار ورکړی چې داعش خیال دی، یا هم په لرو پرتو سیمو کې دي او له افغان ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري.

خو د سرمقاله لیکونکي په وینا، دا برید د سړو اوبو پر شان پر دغو ادعاګانو توې شوې.

سرمقاله لیکونکي دا خبره وخت ته سپارلې چې په برید کې ښکېل کسان معلوم او په راتلونکې کې د ورته داشان بریدونو د شنډولو لپاره څه وشی.

XS
SM
MD
LG