د امریکا یوې ډموکراټې سناتورې ژمنه کړې ده چې د امریکايي پوځیانو د همکارو افغان ترجمانانو د ویزو د خاص پروګرام له بیا پیل سره به مرسته وکړي.
سناتورې جین شاهین ویلي، په دې پروګرام کې ځنډ به افغان دوستانو ته دا پیغام ورکړي چې ګنې امریکایانو دوی هېر کړي دي.
له کډوالو سره د مرستې نړیواله پروژه یا IRAP چې نیویارک کې دیره حقوقي او عدلي مرکز دی، وايي، هغو افغانانو ته د ویزو ورکولو بهیر تېر وځنډول شوی چې په امریکا کې د مهاجرت لپاره غوښتنلیکونه یې کابل کې د امریکا سفارت ته سپارلي دي.
اکثر دا افغانان هغه کسان دي چې له امریکايي سرتېرو سره یې د جګړې په ډګر او یا د امریکا په استخباراتي او عملیاتي مرکزونو کې د ژباړونکو په توګه کار کړی.
IRAP چې له دې افغانانو سره د ویزو د ترلاسه کولو په چارو کې مرسته کوي وايي، د ویزو د بندېدو له کبله زرګونه افغانان او د هغو کورنۍ له سمدستي خطر سره مخامخ شوي دي.
د دې ټولنې مشرې بیتسي فیشر د ویزو د بهیر پر بندېدو سخته خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، د دې پریکړې معنی دا ده چې د امریکا زرګونه دوستان به له خطر سره مخامخ شي.
مېرمن فیشر له کانګرسه د ویزو د ورکولو د هغه بهیر د تصویب غوښته کړې چې د دې په وینا څو میاشتې مخکې باید پیل شوی وای.
دې کسانو ته د ویزو د ورکولو لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی پروګرام خورا جنجالي بهیر لري او هغه کسان چې غوښتیلیکونه سپاري له داسې کړکیچنو پړاوونو تیریږي چې کله ناکله تر پنځو کلونو پورې وخت نیسي.
د هغو کسانو شمېر چې په دې پروګرام کې یې نومونه لیکلي، لس زرو ته رسیږي خو یوازې یونیم زر ویزې پاتې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او کابل کې د امریکا سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي خو په یو مکتوب کې یې ویلي دي چې د جون تر لومړۍ نیټې پورې به د دې پروګرام لپاره د ټولو ځانګړو شویو یونیم زر ویزو ورکړه بشپړه شي او له نویو مراجعینو سره مرکې د مارچ له لومړۍ نیټې وروسته بندېږي.
د امریکا د سنا غړې جین شاهین او د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جمهوري غوښتونکي سناتور جان مککین د امریکايي پوځیانو د ترجمانانو لپاره د نورو څلور زره ویزو د تصویب لپاره هڅې پیل کړې دي.
میرمن شاهین ویلي، کانګرس ته له اخلاقي او عملي پلوه لازمه ده چې په دې برخه کې اقدام وکړي.