دا لومړی ځل دی چې د پاريس په یوه ژوبڼ کې ښکاريانو يو کرګدن وژلی دی او ښکرونهيې ورڅخه پرې کړي او له ځان سره وړي دي.
د تېرې لسيزې پر مهال د نړۍ بېلابېلو برخو کې ښکاريانو په غير قانوني توګه زرګونه کرګدن د هغوی د ښکرونو له خاطره وژلي خو د واشنګټن پوسټ په لیکنه، د لومړي ځل لپاره د سې شنبې په ورځ د مارچ په اتمه د وینس «Venice» په یوه ژوبڼ کې ښکاريانو يو سپين کرګدن وواژه او د هغه ښکر يې پرې کړ او له ځان سرهيې يووړ.
غیر قانوني ښکار او د کرګدن د ښکرونو قاچاق دغه ژوي نړۍ کې لهمنځه تللو سره مخ کړي دي.
پر دې سربېره چې د کرګدن د ښکرونو پېرل او پلورل د ملګرو ملتونو د کنوانسيون لهخوا غیر قانوني او منع شوي دي، خو د کرګدن ښکرونه تر سرو زرو زیات ارزښت لري او په تور بازار کې يو کېلو ګرام په ۵۴ زره امریکايي ډالرو خرڅېږي او پېرودل کېږي.
د جنوبي افريقا د راپور پر اساس ۲۰۱۶ میلادي کال کې ۲۸۸۳ کرګدن د ښکرونو له خاطره وژل شوي او په ۲۰۱۵ میلادي کال کې دغه شمېر ۲۴۶۶ ثبت شوی دی او د ۲۰۱۶ میلادي کال شمېرې د ۲۰۱۵ میلادي کال د شمېرو په پرتله ۲۰ فيصده زیاتوالی ښيي.
په ۱۹۹۰يم کال کې په نړۍ کې شااوخوا ۵۰ سپين کرګدن ژوندي پاتې وو چې د نړيوالې ټولنې تر هلو ځلو وروسته دغه شمېر ۲۰ زرو ته پورته شو خو له هغه کال راهيسې تر اوسه بېرته د کرګدن شمېر په نړۍ کې کم شوی دی.
که ۱۰ کاله مخکې د کرګدن ښکرونه يوازې يو بېساري شی ګڼل کېده، اوسمهال د کرګدن ښکرونه په چین او ويتنام کې پېرونکي لري.
په دغو هېوادونو کې د کرګدن ښکرونه په ټولنه کې له لوړ مقام سره تړلي ګڼل کېږي.
د غیر علمي تيوريو پر اساس، د کرګدن ښکرونه د سرطان د ناروغۍ پر ضد معجزه ګڼل کېږي.
د کارپوهانو په وينا، په تور بازار کې د کرګدن د ښکرونو د بيې لوړېدل د دې لامل شوی چې له کلونو راهيسې د کرګدن د خونديتوب په اړه جدي اندېښنې شته.
د وينس په ژوبڼ کې د سپين کرګدن وژل کېدل د دې خبرې وروستۍ بېلګه ده.