د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

یوه امریکايي شرکت نړۍ کې د غوره پاسپورټونو لېست خپور کړ


د نوميډ کاپيتالیست په نوم يوه امریکايي شرکت د هغو پاسپورټونو لېست خپور کړی دی چې د دوی د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې تر ټولو غوره دي.

د ناميډ پاسپورټ انډيکس په نوم دغه لېست د ۱۹۹ هېوادونو پاسپورټونو ته کتلي او لېست يې خپور کړی چې له مخې يې دوی يو شمېر پاسپورټونه په ټوله نړۍ کې ډېر مهم بللي دي.

د راپور له مخې، د نوميډ کاپيټليست «Nomad Capitalist» د ۱۹۹هېوادونو تابعيتونه د پنځو عواملو لکه له وېزو پرته سفر، د نړيوالې ماليې، دوه تابعتونو او شخصي ازادۍ پر بنسټ په دغه لېست کې راټول کړي دي.

د دغه فهرست له مخې د سويډن پاسپورټ په ټوله نړۍ کې تر ټولو غوره پاسپورټ دی.

د سويډن اتباع کولای شي د نړۍ ۱۷۶ هېوادونو ته پرته له وېزو سفر وکړي.

دوی کولای شي تر يو زیات تابعيت ولري.

دوی ډېره شخصي ازادي درلودای شي او په اسانۍ سره په بهر کې له مېشته کېدو سره د سويډن له ماليې ځان خلاصولای شي.

د بلجيم پاسپورټ دوهم غوره پاسپورټ بلل شوی دی.

د دغه هېواد وګړي په نړۍ کې پرته له وېزو ۱۷۴ هېوادونو ته سفر کولای شي او په بهر کې مېشتو کسانو لپاره يې د ماليې ورکولو قوانين اسانه دي.

د بلجیم ټول وګړي د نورو فرهنګونو او دوه تابعيت لرونکو کسانو په اړه تنګ نظر نه لري.

درېيم پاسپورټ د هسپانيې غوره بلل شوی دی.

دغه پاسپورټ لرونکي کسان په اروپا کې دننه او ۱۷۵ هېوادونو ته پرته له وېزو سفر کولای شي.

هسپانيه خپلو خلکو ته د دوه تابعیتونو اجازه ورکوي او په بهر کې مېشت هسپانويان د ماليې ورکولو له ستونزو سره نه وي مخامخ.

د ايټاليا پاسپورټ څلورم دی چې په هېواد کې دننه اوسېدونکو وګړو لوړه مالیه اخلي، خو د دې هېواد اتباع کولای شي په نړۍ کې يو سل او پنځه اويا هېوادونو ته سفر وکړي او له هېواده بهر د لوړې کچې ازادي لري.

په دغه لېست کې د ایرلند پاسپورټ پنځم راغلی دی.

راپور وايي، په نړۍ کې د دې هېواد له وګړو سره ډېر ښه چلند کېږي او هر څوک دوی خوښوي.

د ايرلنډ په پاسپورټ خلک کولای شي ۱۷۲ هېوادونو ته سفر وکړي او په اروپايي اتحاديه کې ازاد وګرځي.

اووم نوم د فينلنډ دی چې څو کلونه مخکې يې پاسپورټ په دغه فهرست کې لومړی راغلی وو.

د دې هېواد اتباع په نړۍ کې ۱۷۵ هېوادونو ته پرته له وېزو سفر کولای شي.

په فهرست کې اتم د جرمني پاسپورټ دی چې لرونکي يې ۱۷۶ هېوادونو ته پرته له وېزو سفر کولای شي او پر دوه تابعيت لرونکو محدوديتونه ډېر کم دي.

په دغه لېست کې سويټزرلنډ اتم دی چې د راپور له مخې وګړي يې ۱۷۲هېوادونو ته پرته له ويزې سفر کولای شي.

د همدې راپور له مخې د افغانستان پاسپورټ د فهرست په پای کې تر عراق او پاکستان وروسته پر ۱۹۹ شمېره راغلی دی.

XS
SM
MD
LG