د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

رادمنش: پر سردار محمد داوود خان روغتون حمله کې څه باندې۳۰ تنه وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت تائید کړه چې پر سردار محمد داوود خان روغتون د وسله والو حمله کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي...

څو شېبې وړاندې د کابل ښار د سردار محمد داوود خان روغتون شااوخوا کې یوه چاودنه شوې او د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

په دفاع وزارت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته دا چاودنه تائیده کړه، خو په اړه‌یې زیات جزئیات ورنه‎کړل.

د راپورونو له مخې څو انتحاریانو د سردارمحمد داوود خان په روغتون برید کړی او دا مهال له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‎دی اخیستی.

په دې اړه نور جزئیات وروسته ...

نن سهار شااوخوا نهه بجې په کابل ښار کې د سردار محمد داوود خان پر پوځي روغتون وسله‌والو مخالفانو حمله کړې.

د افغانستان په دفاع وزارت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې یوه چاودنه هم شوې او وسله‌والو پر روغتون حمله کړې.

خو دې منبعې د رامنځته شویو تلفاتو په اړه څه ونه‌ویل.

په عین حال کې د سردار محمد داوود خان روغتون یوه مسؤل چې خپل نوم‌یې څرګند نه‌کړ ازادي راډیو ته وویل چې د روغتون د شمال له‌خوا پر دې روغتون حمله شوې او وسله‌وال روغتون وردننه شوي.

په سیمه کې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل کیږي.

ځیني کسان چې د روغتون په داخل کې ګېر پاتي خپلو کورنیو ته‌یې ویلي چې وضعیت بد دی او ټپیان مرستو ته اړتیا لري.

راپورونه وایي چې وسله‌وال مخالفین د روغتون دوهم او درېیم پوړ ته رسېدلي او د ملي اردو ځواکونو سره ښکېل دي.

سردار محمد داوود خان پوځي روغتون دی او په ټینګه‌یې ساتنه کېږي.

دغه روغتون د افغانستان عامې روغتیا وزارت او کابل کې د امریکا سفارت ته نېږدې موقعیت لري.

تر اوسه‌یې چا مسؤلیت نه‌دی منلی خو تر دې وړاندې د دې ډول حملو مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی دی.

البته تېره شپه هم یو توغندی پر کابل ښار لګېدلی خو تر اوسه‌یې د تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

وسله‌‌والو کسانو پر سردار محمد داوود خان روغتون برید کړی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:46 0:00

افغانستان کې د ناټو د قاطع مأموریت ملاتړ دفتر:

یو ځل بیا وسله‌والو پر یوه روغتون له برید سره د انسانیت په وړاندې خپله بې‌احترامي وښوده. موږ د ترورېزم پر ضد د افغانستان له خلکو سره ولاړ یو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG